د نجونو پر تعلیم له بندیز سره ډېرو لاسي صنایعو ته مخه کړې
۱۴۰۲ خرداد ۷, یکشنبهواک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره سم چې د نجونو پر تعلیم بندیز وضع شوی، نږدې ټولې ښځې پر کور کښیناستې. په وروستیو کې ځينو ښځو په خپلو کورونو کې د حکاکۍ، زرګرۍ، د ښځو جامو جوړول، نقاشۍ، رسامۍ، کوچنیو رستورانتونو، سینګارخونې، کیک پزۍ، اچار، مربا جوړولو او نورو برخو کې کار پيل کړ.
په مستعار نوم ثمر بي بي چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي چې اصلي نوم یې خپور کړو دویچه ویله ته وویل چې د جمهوریت په دوران کې یې د مالیې وزارت اړوند دنده درلوده خو د طالبانو په بیا راتګ سره پر کور شوه.
ثمربي بي وایي، په کور کې یې د ښځو او ماشومانو جامو ګنډل پيل کړل: «په لومړیو کې کار ښه و. په لاس جوړې شوې جامې په مارکېټ کې پر هټیوالو او یاهم په خپله سیمه کې پر خلکو پلورم خو ورځ تر بلې چې د خلکو اقتصادي ستونزې پراخې شوې اوس هغه لګښت نه پوره کیږي چې د دغو جامو له پاره پرې مواد واخلو.»
ثمیر بي بي وایي، د طالبانو حکومت له یو شمېر ادارو سره یې اړیکه وکړه چې د کار سقوط مخنیوي او کورنۍ نفقې برابرولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي، خو په وینا یې چې هېڅ راز همکاري یې نه ده کړې. دغه مېرمن له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې د افغان ښځو د لاس نیوي له پاره دې په هيواد او بهر کې د لاسي صنایعو له پاره په بازار موندنه کې مرسته وکړي.
په عین حال کې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند او سلاکار اخندزاده عبدالسلام جواد، له دویچه ویله سره په خبرو کې د لاسي صنایعو په برخه کې ښځو ته د اسانتیاوو په اړه څه ونه ویل خو د دغې برخې پراخېدل یې تایید کړل. اخندزاده عبدالسلام جواد وویل: «په ۱۴۰۱ کال کې شپږ سوه ۴۱ ښځو سوداګریز او پانګې اچونې جوازونه ترلاسه کړي دي په داسې حال کې چې په ۱۴۰۰ کال کې یوازې ۳۸۵ ښځو دغه جوازونه اخېستي وو.»
جواد وویل چې اوس په ټول هېواد کې شاوخوا اته زره ښځې د سوداګرۍ او پانګې اچونې په برخو کې کار کوي او دا شمېر نور هم د ډېرېدو په حال کې دی. هغه زیاته کړه: «سوداګري، لاسي صنایع، روغتیا، د خوړو برخې، خدمتونه، کانونه او نورو برخو کې ښځې کار کوي چې د فقر او بې وزلۍ په راکمولو کې یې کار اغیزمن دی.»
د سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي چې لا کره شمېرې نشته چې څومره ښځې په ځانګړې توګه د لاسي صنایعو په برخه کې بوختې دي.
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ خونې مشره رویا حفیظي وايي چې ډېرو ښځو په بېلا بېلو دولتي ادارو، بهرنیو موسساتو او نورو بنسټونو سره کار کاوه، خو د طالبانو په بیا راتګ سره نږدې ټولې بې روزګاره شوې. رویا حفیظي دویچه ویله ته وویل: «په دغو ښځو کې ډېري یې د کورنیو سرپرستي کوله او اوس په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي. یوشمېر نورې چې توان یې درلود هغوی د لاسي صنایعو کار پيل کړی چې نه یوازې یې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې تر یوه بریده کابو کړې، بلکې یو شمېر نورو ښځو او ان سړیو ته یې هم د کار زمینه برابره کړه.»
مېرمن رویا حفیظي وايي هغه ښځې چې کار کوي، د کار پر وړاندې یې خنډونه شته خو بیا یې هم د حکاکۍ، زرګرۍ، د ښځو جامو جوړول، نقاشۍ، رسامۍ، کوچنیو رستورانتونو سینګار خونې، کیک کلچې، اچار، مربا جوړولو کې هڅې پيل کړي دي.
د افغانستان د ښځینه سوداګرۍ خونې مشره وایي بهرنیو هیوادونو او بازارونو ته د افغان ښځو په لاس جوړ شویو توکو انتقال له لومړي سره چندان ښه نه و، خو په وروستیو کې دغه برخه نوره هم زیانمنه شوې ده.
پ.ص/ خ.ح / ن.ز