د اسرائیل پوځ: ایران پر اسرائیلو شاوخوا ۱۸۰ توغندي ویشتلي دي
۱۴۰۳ مهر ۱۰, سهشنبهد سه شنبې پر ورځ (د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۱) د اسرائیلو پوځ خبر ورکړ چې ایران پر اسرائیل باندې د توغندیو پراخ بریدونه کړي دي. د اسرائیلو د پوځ په خبره، ایران د اسرائیل پر مختلفو سیمو باندې شاوخوا ۱۸۰ توغندي توغولي دي.
د اسرائیلو پوځ د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي: «د اسرايلو پوځ (آي. ډي. اف) [دفاعي] سیستم شاوخوا ۱۸۰ داسې توغندي تشخیص کړي چې د ایران له خاورې د اسرائیلو پر لوري توغول شوي دي.»
په عین وخت کې د اسرائیلو د پوځ یوه بل امنيتي چارواکي هم د توغندیو دغه شمیر تائید کړی دی.
اسرائیل به د برید ځواب ورکړي
د اسرائیلو د پوځ ویاند ډانیل هاګاري ویلي چې د ایران له لوري توغول شوي توغندي د اسرائیلو په یو شمیر مرکزي سیمو کې لګیدلي دي. د اسرائیل د عاجلو خدماتو ادارې بیا ویلي چې د برید په پایله کې دوه کسان سطحي ټپیان شوي دي.
اړوند: حزب الله د خپل رهبر وژنه تائيد کړه؛ اردوغان: اسرائيل په لبنان کې «نسل وژنه« کوي
د اسرائیلو د پوځ ویاند ډانیل هاګاري همدا راز ویلي چې اسرائیل به د ایران دغه برید ته ځواب ووايي. هغه زیاته کړه: «موږ د ځواب ویلو وړتیا لرو او موږ د چمتو والي په لوړه درجه کې یو. موږ به په خپله خوښه او مناسب وخت کې ځواب ورکړو.»
برید پای ته رسیدلی دی
په عین وخت کې د اسرائیلو پوځ څو شیبې وړاندې خبر ورکړی چې پر اسرائیلو باندې د ایران برید د لومړیو توغندیو تر ویشتل کیدو یو ساعت وروسته پای ته رسیدلی دی. د اسرائیلو پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي: «د وضعیت تر څارنې وروسته، دا پریکړه شوې چې په ټول هیواد کې اوس [خلک] کولی شي خوندي ځایونه بیرته ترک کړي.»
د اسرائیلو د هوايي چلند ادارې هم ویلي چې د اسرائیلو هوايي حریم کې د الوتکو کوزېدو او پورته کیدو ته اجازه ورکړل شوې ده.