بې وزلو هیوادونو ته د کرونا د تيست کيټونه ورکول کيږي
۱۳۹۹ مهر ۱۰, پنجشنبهد روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ له مخي د کرونا د چټک تيست ۱۲۰ میلیونه کیټونه به د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کي د بې وزلو او متوسط عاید لرونکو هیوادونو په اختیار کي ورکړل سي. د روغتیانړیوال سازمان عمومي منشي تدروس آدنوم گبریسوس ویلي چي د «ابوت» او « اس دی بیوسنسور» په نامه د چټکو تيستونو دوو شرکتونه د بیل او ملیندا ګیتس له بڼسټ سره، د یوه جهاني نوښت د یوې برخي په توګه، په دې اړه موافقې ته رسیدلي.
دغه نړیوال ابتکار د ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کي د روغتیا نړیوال سازمان، اروپايي ټولني کمیسیون، د ګیتس د بنیاد او فرانسې د حکومت له خوا پيل سوی دی.
په دغه پروګرام کي همدارنګه په افریقا کي د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکزونو، صحي خدماتو ته د لاس رسي په نامه د کلینتن نوښت، د نوو ابتکارونو د تشخیصولو بڼسټ، نړیوال صندوق او د یونیټد سازمان ګډون لري.
د کرونا د تيستونو د تولید شرکتونه بیا ددغو همکاریو په بدل کي خپل د تولیداتو ۲۰ سلنه د کم او متوسط عاید لرونکو هیوادونو او ۸۰ سلنه نورو هیوادونو ته ځانګړې کوي. همدارنګه شتمن مرسته کوونکي هیوادونه هم په کافي اندازه د کرونا چټک تيستونه له دغو دوو شرکتونو څخه په لاس راوړي. د مثال په ډول آلمان مخکي لا د ۲۰ میلیونو تيستونو فرمایش ورکړی.
د چټکو آزموینو نتایج د ویروس د انتقال د بنديدو سبب کيږي
د تدروس په خبره ددغو ټِستونو نتیجه پس له ۱۵ تر ۳۰ دقیقو پوری معلومیږي. سربیره پر دې دغه آزمویني د ۵ ډالرو په ارزښت ، ډیر ارزانه دي. د روغتیا د نړیوال سازمان رئیس ویلی چي د هغو بیه به تر دې هم راکښته سي.
تدروس ويلي دي چي: «په لوړ کیفیت سره چټک تيستونه موږ ته راښيي چي ویروس په کوم ځای کي پټ دی او دا کار د ژر تر ژره تشخیص او ناروغو کسانو د منزوي کیدو او د ویروس د انتقال د ځنځیر یا کړۍ د له منځه وړلو له پاره اصلي کیلي ده.
د انتي جین چټک تيستونه څرنګه کار ورکوي؟
په اوس وخت کي د سارس کووید ۲ ویروس د آزمویني اساساً درې تګلاري موجودي دي: د انتي جین آزموینه، د پي سي آر او سرولوژي آزمویني.
د پي سي آر په ډول د انتي جینيټکي آزمویني د ویروس جینیتیکي خصوصیات نه تشخیصوي، بلکي پروتینونه کشفوي. دغه تيست د حمل د اخیستلو د معلومولو تيست ته ورته دی خو تر اوسه لا په درملتونو کي موجود نه دی. د هغه پر ځای دغه تيست د صحي کار کوونکو له خوا عملي کیږي. په هغه کي د یوه کس د ستوني څخه د افرازاتو نمونه اخیستل کیږي او وروسته لیدل کیږي چي آیا دواړه شنه خطونه یې مثبته نتیجه ښيي او که څنګه. په دې ډول صحي کارکوونکي د ۱۵ دقیقو په ترڅ کي پوهیږي چي دغه کس په ویروس اخته سوی او که نه. او د اړتیا په صورت کي کیدای سي نوموړی کس له نورو تجرید سي.
د دغي آزمویني ښه والی په دې کي دی چي سړی مجبور نه دی لابراتوار ته ورسي، بلکي په هر ځای کي یې کولای سي. هیله ده چي له دې لاري د زرو انسانانو ژوند وژغورل سي او په بې وزلو هیوادونو کي ددغه ویروس د پراخيدو مخنیوی وسي.
زموږ له آرشیف څخه: