له کرایي مېندو سره پاتې شوي په زرګونو چینایي ماشومان
۱۳۹۹ مهر ۳, پنجشنبهد سرحدونو بندیدل، سفري محدودیتونه او د ویروس د خپریدو ویره، د مور پلار او ماشومانو ترمنځ فاصله کمیدو ته نه پریږدي. په چین کې مېندې اجازه نه لري چې د بل چا ماشوم ته په خپل رحم کې روزنه ورکړي. دغه بندیز د بی وزله ښځو څخه د ناوړه استفادې د مخنیوي په خاطر په ۲۰۰۱ م کال کې لګول شوی دی.
چیري لاین، په آرامه آرامه خپل د زوی زانګو زنګوي او فکر کوي چې شاید دا زانګو یې د زوی له پاره کوچنی شي، ځکه دا نه پوهیږي چې کله به خپل زوی ولیدلی شي. چیري لاین، له هغو په لسګونو مېندو څخه یوه ده چې د خپل ماشوم له پاره پردۍ یا بیګانه ده، ځکه د هغې زوی د «سروګیټ مدر» یا اجارې مور په کور کې زیږدلی دی او خارج یا بهرني هیواد کې بند پاتی دی.
د کرونا ویروس وبا د خپریدو له ویرې ډیر شمیر هیوادونو خپل سرحدونه تړلي دي او اوس دغه ماشومان له خپلو په اصطلاح تجارتي یا کرایي مېندو سره په پردیو هیوادونو کې بند پاتې دي.
په چین کې داسې مور پلار له ۳۵ څخه تر ۷۵ زره امریکایي ډالرو پورې په بهرنیو هیوادونو کې هغو په اصطلاح کرایي یا اجاره شویو مېندو ته ورکوي چې تر ۹ میاشتو پورې د دوی ماشوم په خپل رحم کې روزي او یا بیا یې تر زیږولو وروسته دوی ته سپاري.
دغه کرایي مېندې زیاتره وخت دوی په روسیې، اوکراین، گورجستان، امریکا او لاؤس کې پيدا کوي. په عادي حالاتو کې به په اصطلاح اجاره مېندو ماشوم تر زیږونې وروسته ژر تر ژره د هغوې بیولوژیکي مور پلار ته تسلیمولو، خو کرونا وبا اوس دغه سیستم ګډو وډ کړی دی.
په جون میاشت کې د اجاره یي مېندو د خدوماتو وړاندې کونکي کمپنۍ BioTexCom یوه داسې ویډیو پوسټ کړه چې په هغې کې په یوه هوټل کې د نوي زیږیدلو ماشومانو یو کتار ښودل کیږي. په همدې منځ کې د BioTexCom کمپنۍ یوه استازي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې اوس له دوی سره ۴۶ نوي زیږدلي ماشومان موجو دي چې تر نیمایي د زیاتو بیولوژيکي مور پلار یې په چین هیواد کې دي.