1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياپاکستان

بلوچستان کې د سرطان د درملنې د مرکزونو نه شتون

۱۴۰۱ آبان ۲, دوشنبه

د اکتوبر مياشت د تي يا سينې د سرطان په اړه د عامه پوهاوي د زياتولو د مياشتې په توګه لمانځل کيږي. بلوچستان د دې مرض د علاج د مرکزونو په برخه کې ډېر له پامه غورځول شوی دی. د دې يوه بېلګه د نصرت بي بي قضيه ده.

https://p.dw.com/p/4IcD0
بلوچستان کې د سرطان د درملنې د مرکزونو نه شتون
بلوچستان کې د سرطان د درملنې د مرکزونو نه شتونانځور: Nadeem Khan/DW

د ۲۰۲۰م کال په نومبر مياشت کې د نصرت بي بي مور مړه شوه. هغه په فاتحه کې مصروفه وه چې په سينه کې یې د درد احساس وکړ. دا درد له سينې بيا تر تغرګ يا بغل ورسېد.

کله چې نوموړې په کراچۍ کې معاينه وکړه نو د ولادي نسايي ډاکترې د دې په ويلو سره بیرته کور ته رخصت کړه چې دا يو عادي درد دی. نصرت بي بي له کراچۍ کويټې ته خپل کور ته ولاړه چېرې چې یې د زړه د مرضونو له برخې څخه د انجيوګرافي يا د زړه ګراف اخيستو معاينه وکړه.

نصرت بي بي چې زوی یې ډاکتر دی، د مور ناروغۍ ته په کتو یې پرې د تي د سرطان شک وکړ. د کويټې په ملکي روغتون کې معلومه شوه چې نصرت بي بي د سينې په سرطان اخته ده.

په کوچني سن کې واده یې يو علت دی

۵۵ کلنه نصرت بي بي د ۱۴ کلونو په عمر واده شوې وه. هغه د پنځوو اولادونو مور ده. طبي کارپوهان د تي د سرطان يو علت په کم سنۍ کې واده هم بولي. د نصرت بي بي کورنۍ پریکړه وکړه چې هغه ژر عمليات کړي او بالاخره کابو څلور ساعته دوام لرونکي بريالي جراحي عمليات وشول.

د ایالت يوازنی د سرطان دولتي وارډ

د کويټې په بولان ميديکل کمپلیکس کې ۴۰ بستریز مرکز د دې ایالت د سرطان يوازنی مرکز دی. په دې وارډ کې موږ له ۵۵ کلنې نصرت بي بي سره وليدل چې د تر عملياتو وروسته د معاينې له پاره روغتون ته راغلې وه.

د نصرت بي بي د سرطان ناروغي په ۲۰۲۰ م کال کې تشخيص شوه
د نصرت بي بي د سرطان ناروغي په ۲۰۲۰ م کال کې تشخيص شوهانځور: Nadeem Khan/DW

هغه وايي: «زه خوشبخته يم چې مرض مې ژر تشخيص شو. له بده مرغه زما د دوو ليورونو ښځې ناوخته د تشخيص کیدو له کبله مړې شوې.»

نصرت بي بي ته هرې ۲۱ ورځې وروسته د سرطان سره د مبارزې يوه پيچکاري لګول کيږي. نوموړې پنځه پيچکارۍ په خپل مصرف لګولي. نورې پيچکارۍ د ايالتي حکومت له خوا د سرطان د مرض له پاره د ځانګړې شوې بودجې څخه تمويليږي. په پاکستان کې دغه يوه پيچکاري ۵۰ زره کلدارې بيه لري. د سرطان مريضان بايد داسې  ۱۷ پيچکارۍ وکړي.

د درملنې کافي آسانتياوې نه شته

د سرطان د برخې مشر پروفیسور ډاکتر زاهد محمود له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې د سرطان د مريضانو درملنه کوي. هغه ډويچه ويله ته وويل چې په دې څلويښت بستریز مرکز کې د مريضانو دومره ازدوام وي چې زياترو مريضانو ته د تداوۍ وار نه ور رسيږي.

آیا نارینه هم د سینې په سرطان اخته کیږي؟

نوموړی وایي: «د ماشينونو د نه شتون له کبله مريضان باید د وړانګو له پاره سينار روغتون ته انتقال کړل شي. د درملو او عامه پوهاوي د نه شتون له کبله زياتره مريضان هغه وخت روغتون ته مخه کوي چې مرض یې ډېر پرمختګ کړی وي.»

هیڅ روغتون نشته

بلوچستان د پاکستان هغه يوزانی ايالت دی چېرې چې د سرطان يو منظم روغتون هم نه دی جوړ شوی. د کويټې په بولان کمپليکس روغتون کې د سرطان يوه ۴۰ بستریزه څانګه شته خو د سامان آلات د کمښت له کبله مريضان د تشخيص له پاره باید شخصي لابراتوارونو او يا نورو ايالتونو ته مخه کړي.

په کويټه کې د سرطان له پاره په فدرالي کچه د اټاميک انرژۍ له لوري د سينار روغتون شته خو دلته هم د سرطان د تشخيص د [پي ټي سکين] په څېر مهم ماشین نه شته.

ډاکتر زاهد محمود له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د مرض د تشخيص څخه نيولې بيا تر درملنې پورې په منځنۍ کچه ۳۰ لکه پاکستانۍ کلدارې مصرف راځي. نوموړی زياتوي: «۵ ميلیونه پېسې چې هر کال دې څانګې ته د دولت له لوري ورکول کيږي په هغه د څلورو مريضانو درملنه هم نه کیږي. دلته داسې ناروغان هم راځي چې د پېسو د نه شتون له کبله یې درملنه نیمګړې پاته کیږي.»

ارقام هم په لاس کې نشته

د روغتيا له ايالتي ادارې سره د سرطان په اړه مجموعي شمیرې هم نه شته. د بولان روغتون د سرطان له څانګې څخه په لاس راوړل شويو شميرو پر اساس تېر کال په دې روغتون کې د تي د سرطان ۳۰۰۰ او په سينار روغتون کې د تي د سرطان تر دريو زرو ډېرې قضيې ثبت شوي دي. په روان کال کې تر اوسه دغه څانګې ته په سرطان اختو ۱۵۰۰ کسانو مراجعه کړې ده.

د شميرو د نه شتون په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د روغتيا د ایالتي ادارې مشر نور محمد قاضي وويل: «پر يوې داسې تګلاره کار روان دی چې له مخې به یې د ټول بلوچستان د مريضانو بشپړه معلومات راټول کړل شي.»

پر مستونګ روډ د سرطان د دې روغتون د تعمير چارې لا دوام لري
پر مستونګ روډ د سرطان د دې روغتون د تعمير چارې لا دوام لريانځور: Nadeem Khan/DW

په ۲۰۲۰م کال کې ايالتي حکومت د کويټې په څنډه مستونګ سيمه کې د سرطان د يوه روغتون بنست کيښود. خو د دونيمو کلونو تر تیريدو وروسته هم د دې روغتون ودانۍ لا بشپړه شوې نه ده.

 يوې نوي څېړني د سرطان اصلي عوامل په ګوته کړي

د سينار روغتون ډاکتر فيروز اڅکزي د عامه پوهاوي د نه شتون په اړه وويل چې په بلوچستان کې د تي مريضان هغه وخت روغتونو ته راځي چې د مريض د رغېدو امکانات دېر وي.

د سرطان علايم

د وزن کمیدل، په تي يا سينه کې د غوټو جوړېدل، دوامداره تبه، له خولې او يا په ادرار کې د وينې راتلل، هغه علايم دي چې له راښکاره کيدو سره سم یې باید سړی ډاکتر ته ولاړ شي. د سرطان د علتونو په اړه ډاکتر فيروز وويل چې په کم سنۍ کې واده، ماشوم ته د مور د شېدو نه ورکړه، زخمي کیدل، د حمل د له منځه وړلو له پاره د درملو کارول او په کورنۍ کې د سرطان شتون د تي د سرطان باعث کيدلی شي.

نوموړی ډاکتر زياتوي »چې د عامه پوهاوي د کمښت او په وخت نه تشخيص هغه څه دي چې مريضان یې له وجې خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

ب. ص/ ا. و. ا (نديم خان، کويټه)

زموږ له آرشيف څخه: