آیا نارینه هم د سینې په سرطان اخته کیږي؟
۱۳۹۸ بهمن ۱۲, شنبهدغه خبره پرون د جمعې ورځ (د جنورۍ میاشتې ۳۱ مه) د بارمر - Barmer په نامه صحي بیمې د سرطان د راتلونکې جهاني کنگرې په مناسبت کړې ده. د سینې د سرطان د علایمو څخه یوه داده، چې یو طرف بې له دې چي درد وکړي، کلک کیږي. نور علایم یې شفاف یا د ویني سره گډ مایع ترشحات، کوچني زخمونه او التهابونه او همدارنگه نه جوړیدونکي زخمونه دي، چې باید فورأ ډاکتر ته مراجعه او معاینه سي.
هغه پرنسیپ چې د ښځو په هکله صدق کوي، هغه د نارینه وو په باب هم دلته صدق کوي: یعنې دا چې هر څومره ژر چي د سینې سرطان تشخیص سي، په هغه اندازه یې د جوړیدو چانس هم لوړیږي.
اساسأ د دواړو جنسونو، یعنې ښځو او نارینه وو دواړو له پاره د سینې په سرطان اخته کیدل ممکنه دي. ځکه نارینه هم یوڅه د سینې انساج او د شیدو کانالونو ته لار لري. همدا اکثرأ د سینې د سرطان مبدأ ده. د خطر د لوړیدو یو علت یې د استروژنونو د سطحی لوړیدل هم دي، چي په کوچنیوالي کې د خوسیو د مشخصو مریضیو او یا ډیر چاغوالي څخه رامنځته کیږي. سربیره پردې جینیتیکي عوامل، مشخصې ناروغۍ او د ژوندانه طرز هم د سینې په سرطان د اخته کیدو چانس لوړوي.