ایراني رسنۍ د یوې جوړې د ښکلولو صحنې پر خپرولو بخښنه غوښتې
۱۴۰۲ فروردین ۱۲, شنبهدغه »تېروتنه« د نسيم په نوم چېنل او ايرنا خبري اژانس په حواله د چمتو کوونکې ډلې د غفلت له کبله شوې ده. ياد چېنل چې د ساعت تېري او بوختونکې خپرونې هم چمتو کوي، اوس په دې اړه پلټنه پيل کړې ده او »په قاطعيت به د دغه غفلت د مسئولينو پر وړاندې اقدام وکړي.«
ایران انټرنیشل د امنیتي ګواښونو له امله لندن سټوډیو وتړله
د پنجشنبې په ورځ خپاره شوي يوه پروګرام کې د درو ثانيو له پاره يوه ځوانه جوړه ليدل کيږي چې د پلازمېنې تهران په يوه پارک کې يې يو بل ښکلول. دغه جوړه په ياده خپرونه کې د يوې پټې کمرې په خوا کې تېريږي چې د ټوکو او مسخرو يو پروګرام يې ثبتاوه. د خپرونې دغه صحنه په انترنتي رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوې ده.
زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:
زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:
خو د سړو او ښځو ترمنځ د هر ډول بدني تماس خپرول د ایران په دولتي چېنلونو کې منع دی. په ۲۰۲۱ کال کې د دولتي تلويزيون ښځینه او نارینه ويندويانو بخښنه وغوښتله ځکه چې د يوې ژوندۍ خپرونې پرمهال سره ورغاړه وتلي وو. دغې پېښې هم ناندرۍ راپارولې وې. يادې جوړې وروسته وويل چې دوی نه پوهېدل چې خپرونه په ژوندۍ بڼه د خپرېدو په حال کې وه.
زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: