ایران انټرنیشل د امنیتي ګواښونو له امله لندن سټوډیو وتړله
۱۴۰۱ بهمن ۲۹, شنبهایران اینټرنیشنل ویلي، چې دا ګام یې د خپلو خبریالانو او همکارانو د خوندیتوب له پاره پورته کړ. که څه هم ایران انټرنیشل د دوی خبریالانو او همکارانو ته د ګواښونو په اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي؛ خو یوې بلې رسنۍ افغانستان انټرنیشل ته ویلي، چې وړاندې د لندن پولیسو د ایران انټرنیشل مدیرانو ته خبر ورکړی و، چې لندن کې د دوی ایراني همکارانو ته امنیتي ګواښونه متوجې دي.
د ايران دولتي رسنۍ د مصر د ناآراميو په اړه ډير لږ خبرونه خپروي
ایران انټرنیشنل په دې اړه نن سهار لیکلي: «ایران انټرنیشنل به د ایران او نړۍ بدلونونو په اړه خپلې کره، دقیقې او منصفانه خبر رسونې ته دوام ورکوي او ټینګار کوي، چې دا وړ ګواښونه به د دغې خبري شبکې په رسنیزو کارونو اغېز ونه لري.»
ایران انټرنیشنل تلوېزیوني او انټرنیټي شبکه په فارسي، انګلیسي او عربي ژبو خبري او نور بېلابېل پروګرامونه لري. د دغې رسنۍ د لندن سټوډیو له تړلو وروسته د لندن پولیسو او د خبریالانو او رسنیو د دفاع بنسټونو کوم غبرګون نه دی خپور شوی.