"افغانستان روان کال کې ۴۴ بندونه جوړوي"
۱۴۰۰ فروردین ۱۷, سهشنبهد افغانستان د اوبو د تنظیم ملي ادارې د رپوټ له مخې، په روان کال کې به د ۴۴ نورو بندونو جوړولو چارې پيل شي. رپوټ زیاتوي چې د دغو بندونو د امکان سنجونې مطالعات او تفصیلي ډیزاین چارې بشپړېدو ته نیږدې شوي.
په رپوټ کې راغلي: «په پام کې ده چې د یادو بندونو تړونونه په جلا جلا توګه، د روان کال په ثور میاشت کې لاسلیک شي.»
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي ارزونې پر بنسټ، د دغو ۴۴ بندونو ټولیز لګښت، څه باندې ۶۰۰ میلیونه امریکایي ډالر، اټکل شوی دی.
دغه بندونه به ، د ۱۲۰۰ میلیون متر مکعب اوبو زېرمه کولو او ۹۷ میګاواټه انرژۍ د تولید ظرفیت ولري او ترڅنګ به یې ۳۲۰ زره هکتاره کرهڼيزه ځمکه هم خړوبه کړي.
تر کار لاندې بندونه
چارواکي وايي، اوسمهال د شاه و عروس، پاشدان، بخش آباد، مچلغو، دهنه اره، خان آباد۲، کجکي، توری، پلتو شفلوغ او سراب بند په ګډون څه باندې ۱۰ لوی او واړه بندونه تر کار لاندې دي.
ولسمشر غني دوې اونۍ وړاندې، په نیمروز کې د کمال خان بند پرانیست. دغه بند ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبه زیرمه کوي او ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه، خړوبوي.
له جوړو شویو بندونو څخه څه ډول ګټه اخېستل کیږي؟
افغانستان داسې مهال د ۴۴ نورو بندونو جوړولو اعلان کوي چې ویل کیږي له ځینو جوړو شویو بندونو څخه لازمه او په سمه تګه ګټه نه ده اخېستل شوې. یوه بیلګه یې هم د هرات د سلما بند دی. د دغه بند له پرانېستل کیدو شاوخوا ۵ کاله تیریږي خو لاهم ترې اغیزمنه ګټه نه اخېستل کیږي.
ولسمشر غني په دې اړه څو ورځې وړاندې د ځوانانو یوې غونډې ته ویلي ول: «سلما بند مو جوړ کړ، د ۷۶۰ میلیون متر مکعب اوبو زیرمه کولو ظرفیت لري، خو شپږ کاله کیږي چې له دغه بند څخه ګټه نه اخېستل کیږي، مه پریږدی چې د نورو بندونو برخلیک هم همدغسې شي.»
کارپوهان وايي، د اوبو له بندونو څخه په دوو بنسټیزو اړخونو کې باید ګټه واخېستل شي چې لومړی د کرهڼیزو ځمکه خړوبولو او دویم اړخ یې د صنعت د پرمختګ له پاره د انرژۍ تولید دی.
د معلوماتو له مخې، سلما بند په ټولیز ډول ۱۱۸ د اوبو کانالونه لري، خو د شپږو کلونو په تېریدو سره هم له دې ډلې یواځې ۵۰ کانالونه جوړ شوي.
ویل کیږي چې ددغو کانالونو د نه بشپړېدو له امله د هرات د ۸ ولسوالیو کرهڼیزو ځمکو ته، چې باید د سلما بند اوبه یې خړوب کړي، ددغه بند اوبه نه ورسیږي.
د افغانستان د اوبو مهار او مدیریت ستراتيژیک مرکز مشر محمد شبیر بشیري دویچه ویله ته وویل: «ناامني او د اوبو سکټور کې د ظرفیت نشتوالی لامل شوی چې له بندونو اغېزمنه ګټه وانه خېستل شي.»
"د اوبو د مدیریت پرسر سیمه ایزه اجماع نه شته"
ښاغلی بشیري زیاتوي چې د افغانستان د اوبو مدیریت پر وړاندې بل ستر خنډ د یوې سیمه ایزې اجماع نشتوالی هم دی.
د اوبو چارو ددغه کارپوه په باور افغانستان اوسمهال له چین پرته له نورو ګاونډيو هيوادونو سره ګډې اوبه لري: «اوس هم له دغو پنځو هيوادونو سره د اوبو د حق پرسر یوې هوکړې ته نه یوو رسیدلي او فکر نه کوم چې اوسنی ظرفیت دې دغه پنځه هيوادونه قانع کړای شي، اوس حکومت د اوبو مدیریت پرځای ترډیره د جنګ او سولې په موضوعاتو کې مصروف دی.»
بشیري وايي، د اوبو مدیریت ته لومړیتوب یوازي د حکومت ادعا ده او که چېري حکومت په ریښتیا هم د اوبو مهارولو او مدیریت کولو هوډ لري نو باید د سیمي هيوادونو سره یوې اجماع ته ورسیږي.
د اوبو په اړه سیمه ایزه اجماع د نړېوالو قوانینو پربنسټ افغانستان له خپلو ګاونډیو هيوادونو سره د اوبو حقونو پر سر هوکړې ته رسوي، چې بیا وروسته په ډاډه زړه خپلې اوبه مدیریت کولای شي.
زموږ له آرشیف څخه:
اسماعیل شاکر – کابل