د سلما بند ۸۰ زره جريبه مځکه اوبوي
۱۳۹۴ مرداد ۵, دوشنبهد سلمان بند د افغانستان پر يوه مهم رود «هريرود» باندي جوړ سوی دئ. د دغه بند د جوړېدو عملي کار په ۲۰۰۵م کال کي پيل او له ټولو امنیتي گواښوونو سره سره د يکشنبې په ورځ بشپړ سو.
د پلان له مخي به دغه بند په يوولسو مياشتو کي ۶۴۹ متره مکعبه اوبه زېرمه او تر هغه وروسته به مځکو ته اوبه ورکړي او برېښنا به توليدوي.
دغه بند د هندوستان هيواد په مالي مرسته جوړ سوی دئ. د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخي هند د دغه بند د جوړولو له پاره ۳۰۰ ميليونه ډالره مصرف کړي دي.
د دغه بند د جوړولو اصلي موخه د هريرود په اوږدو کي پرتو مځکو ته اوبه رسول دي، چي تر دې دمخه يوازي ۴۰ سلنه مځکو ته اوبه رسېدلې.
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني د دوشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کي ويلي دي چي د سلما بند به له هغه وروسته چي په يوولسو مياشتو کي له اوبو ډک سي، ۸۰ زره هکتاره مځکه به اوبه کړي.
د سلما بند ۱۰۷ متره لوړوالی،۲۰ کيلومتره اوږدوالی او ۷ کيلومتره بر لري.
په پلان کي ده چي پر دغه باندي باندي به د برېښنا د توليد له پاره درې توربينونه کښېښول سي چي ۴۲ مېگاواټه برېښنا به توليدوي. د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخي، د توربينانو د ايښوولو چاري پيل سوي او دغه بند به د اوبو په ډکېدو سره د برېښنا توليد هم پيل کړي.
د سلما بند په جوړېدو سره د هريردو اوبه راگرځول سوي دي. خو هغه کانالونه چي له دغه بند څخه بيا مځکو ته اوبه پکښې تيريږي تر اوسه پوري لا نه دي جوړ سوي.