اسلامي دولت ادعا کړې چې حافظ سعید لا ژوندی دی
۱۳۹۴ تیر ۲۲, دوشنبهدغه غږیز پیغام د اسلامي دولت ډلې پر انترنتي پاڼه کې دوه ورځې وروسته تر هغه خپور شوی دی چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې اعلان وکړ چې حافظ سعید د تیرې جمعې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژل شوی دی.
لا تر اوسه د خپور شوي غږیز پیغام اصلیت د کومې مستقلې سرچینې له خوا نه دی تائید شوی.
حافظ سعید په اصل کې یو پاکستانی دی او ویل کیدل چې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت فعالیتونو مشري یې پر غاړه لرله. د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې هغه د تیرې جمعې په ورځ د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت د ۳۰ تنو نور غړو سره یو ځای د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
حافظ سعید تیر کال د طالبانو له ډلې څخه بیل او له اسلامي دولت، نومې ترهګرې ډلې سره یوځای شوی وو.
امریکایي بې پیلوټه الوتکې وخت نا وخت په سیمه کې د اسلامې دولت ډلې پر مشرانو باندې بریدونه کوي. یوازې په تیرو څو ورځو کې دغو الوتکو په سیمه کې د شاهدالله شاهد او ګل زمان په ګډون د اسلامي دولت درې نور قوماندانان هم وژلي وو.
اسلامي دولت ډلې د افغانستان په ځینو سیمو کې له طالبانو سره تر جګړې وروسته یو څه نفوذ ترلاسه کړی دی. د دغې ډلې ډیر شمیر غړي هغه کسان دي چې له طالبانو سره تر جلا کیدو وروسته یې د اسلامي دولت، ډلې چارې په لاس کې اخیستې دي.