په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت قوماندان وژل شوی
۱۳۹۴ تیر ۲۰, شنبهد افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي دي چې حافظ سعید، د هغو ۳۰ تنو په ډله کې وو چې د جمعې په ورځ په ننګرهار ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوي دي.
په عین حال کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې پورې ټړلو دوو قوماندانانو چې ادعا کوي د برید په سیمه کې حاضر وو، تایید کړې ده چې سعید په دغه برید کې وژل شوی دی.
ویل کیږي چې اوس هم د اسلامي دولت ډله په افغانستان کې پیاوړی حضور نه لري او د سعید له وژل کیدو سره په سیمه کې د دغې ډلې فعالیتونو ته سخته ضربه وارده شوې وي.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې په یوې بیانیه کې راغلي دي: «حافظ سعید چې په افغانستان او پاکستان کې د اسلامې دولت ډلې مشر وو تیره شپه د بې پیلوټه الوتکې په یو برید کې وژل شوی دی.»
په بیانیه کې زیاته شوې ده: «په اچین ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې د یوه برید په پایله کې چې د داعش ډلې پر یوې غونډې باندې وشو ۳۰ کسان ووژل شول چې په کې د هغوی مشر حافظ سعید هم شامل دی.»
د اسلامي دولت هغو غړو چې له یوه نامعلومه ځایه یې له فرانسې خبري آژانس سره د تیلفون له لارې خبرې کړې دي ویلي دي چې هغوی د برید پر مهال په سیمه کې حاضر وو. دغو کسانو چې پخوا یې د طالبانو ډلې پورې تړاو لاره ویلي دي چې د برید پر مهال په سیمه کې د قوماندانانو یوه غونډه روانه وه. هغوی زیاته کړې ده چې سعید تر برید لږ وروسته خښ شوی دی.