آلمان؛ یو افغان د چړې د برید له کبله رسماً تورن شو
۱۴۰۳ آبان ۱۷, پنجشنبهد آلمان څارنوالۍ دغه افغان د چهارشنبې په ورځ تورن کړ چې د افراطي اسلامپالنې انګیزې له مخې ېې یو پولیس وژلی او څو تنه نور ټپیان کړل.
دغه حمله د روان کال د می میاشتې په وروستیو کې د آلمان په منهایم ښار کې داسې وخت وشوه چې د «پکس اروپا» په نوم د اسلام د یوې منتقدې ډلې له خوا یوه غونډه پیلیده.
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، فدرالي څارنوالۍ په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې تورن کس د «اسلامي دولت» یا داعش په نوم ډلې سره «همدردي» لري او د هغې ايډیالوژي تعقيبوي.
د څارونوالۍ په خبره، دغه سړي هوډ درلود چې د ښار په منځ کې پر ېوې لوېې چړې پر هغو کسانو چې هغه «کافر» یا بې عقېده ګڼل، حمله وکړي. په دغه اعلاميه کې راغلي دي: «هغه پر یو پولیس چې د پېښې ځای ته ېې په چټکۍ ځان رسولی وو، حمله وکړه او عمداً يې د هغه پر سر او د بدن پر پورتنۍ برخې د چړې قوي ګوزارونه وکړل.»
د پولیسو افسر چې په دغه حمله کې سخت ټپي شوی وو، وروسته ېېپه روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
څارنوالانو همدارنګه ويلي دي چې د دغې پېښې د یو شمېر ټپیانو ټپونه هم شديد ول چې د هغوی ژوند ېې له خطر سره مخامخ کړی و. هغه مهال آلمانۍ مجلې شپيګل په خپل رپوټ کې تورن کس د سليمان ع. په نوم یاد کړی و چې ۲۵ کاله عمر لري، د افغانستان په هرات ولایت کې زېږېدلی او د آلمان په هسن ایالت کې ژوند کوي.
تر دغې حملې وروسته په آلمان کې له دغه هېواده د مجرمو کسانو د اخراج بحثونه حتی که هغه د افغانستان او سوريې په څېر ناامنه هیوادونو ته هم وي، یو ځل بيا پيل شول.
آلمان په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د لومړي ځل له پاره د روان کال په اګست مياشت کې له دغه هېواده یو شمېر مجرم افغانان افغانستان ته اخراج کړل.
د آلمان امنيتي ارګانونه تېرکال پر اسرائيل د حماس ډلې تر تروریستي حملې او په ځواب کې ېې په غزې تړانګه کې د اسرائيل تر پوځي عملیاتو وروسته، د افراطي اسلامپالو د ګواښونو پر وړاندې د تیارسي په حالت کې دي.
د روان کال په اګست میاشت کې د آلمان په زولینګن ښار کې د چاقو په یوه بله حمله کې ۳ کسان ووژل شول او ۸ نور ټپیان شول.
ويل شوي چې پر دغه حمله تورن کس یو سوریایي وګړی دی. هغه د واټ د سر یو جشن پر مهال حمله وکړه. د دغې حملې مسئولیت داعش ډلې ومانه.
wa/af/mks/sr (AFP)