بامف؛ المان کې سږ کال د پناه غوښتنه ۲۴ سلنه کمه شوې
۱۴۰۳ مهر ۱۵, یکشنبهد اروپايي اتحادیې د پناه غوښتنې آژانس د روان میلادي کال د جنوري میاشتې نه د سپتمبر میاشتې تر وروستۍ نیټې پوري په آلمان کې ۲۴ سلنه کم د پناه غوښتنې درخواستونه ثبت کړي دي. دغه شمیرې د «بیلډ ام زونتاګ» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې د شمیرو پر اساس خپرې کړی دی.
د پناه غوښتنې د درخواستونو دغه شمیرې چې د محرمو یا پټو معلوماتو په توګه هم درجه بندي شوي دي، د اروپايي اتحادیې د کمیسیون په ۴۳۰ ګڼه راپور کې د روان کال د اکتوبر میاشتې پر ۳مه نیټه، په دریم ګړیو هیوادونو کې د کډوالۍ د وضعیت په هکله خپرې شوي دي.
د دغه رپوټ په حواله، په آلمان کې کابو هر دریم د پناه غوښتنې (۳۰ سلنه) درخواست د سوریايي وګړي دی. د افغانستان د اتباعو د پناه غوښتنې د درخواستونو کچه بیا ۱۵ سلنه او د ترکیې بیا ۱۳ سلنه ښوول شوې ده.
آلمان د اروپايي ټولنې د نورو هیوادونو په پرتله د ۱۷۰ زره او ۹۶ د پناه غوښتنې د درخواستونو په ترلاسه کولو سره، په دې ټولنه کې تر نورو هیوادونو مخکښ دی. تر دې وروسته هسپانیا کې ۱۲۲ زره او ۹۶ د پناه غوښتنې درخواستونه، ایټالیا کې ۱۱۷ زره ۴۲ او فرانسه کې بیا ۱۱۵ زره او ۶۵۲ د پناه غوښتنې درخواستونه ثبت شوي دي. په دې ډله کې تر ټولو کم د پناه غوښتنې درخواستونه په هنګري کې ۲۱، سلواکیا کې ۱۲۱ او لتوانیا کې ۲۸۴ دغه راز درخواستونه ثبت شوي دي.
د «بیلډ ام زونتاګ» په نامه د یادې آلمانۍ ورځپاڼې په حواله، د اروپايي ټولنې کمیسیون همدا راز په خپل محرمانه رپوټ کې له لبنان څخه د اروپا په لوري د مهاجرت د یوې بلې احتمالي څپې په هکله هم خبرداری ورکړی دی. په دغه رپوټ کې په اروپا کې د کډوالۍ د وضعیت په هکله راغلي: «په لبنان کې د ګڼ شمیر (شاوخوا یو نیم میلیون) سوریايي کډوالو د شتون او په دغه هیواد کې د بشري وضعیت د خرابیدو په دلیل له دغه هیواد څخه د تښتیدونکو کسانو شمیر لا پسې لوړ شي.»