1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د وسلو پر نړيوال بازار د امريکا او چين غلبه

۱۳۹۹ آذر ۱۷, دوشنبه

د يوه رپوټ په حواله په ۲۰۱۹م کال کې د وسلو پر نړيوال بازار امريکایي او چينايي شرکتونه حاکم ول. منځنی ختیځ په دې منځ کې په لومړي ځل د نړۍ د وسلو جوړولو د ۲۵ سترو شرکتونو په نوملړ کې شامل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3mJaa
USA Rüstungsexport l Lockheed Martin F-35 Tarnkappenjet
انځور: picture alliance/dpa/B. Pedersen

په ستاکهولم کې د سولې نړيوال څېړنیز انستيتويت «سيپري» په خپل تازه رپوټ کې ليکلي دي چې په ۲۰۱۹م کال کې چين او امريکا د وسلو په نړيوال بازار کې برلاسي ول، په داسې حال کې چې منځنی ختيځ په لومړي ځل د وسلو جوړولو د ۲۵ سترو شرکتونو په نوملړ کې ور شامل شوی دی.

د دغه سويډن ميشتي انستيتوت له خوا د دوشنبې په ورځ (دسمبر ۷ نیټه) په خپاره شوي رپوټ کې ويل شوي دي چې په ۲۰۱۹م کال کې پنځه امريکایي شرکتونه مخکي ول. دې شرکتونو لوک هيد مارتن، بوينګ، نورتروپ ګیرمن، رایتيون او جنرل داينېمکس په يوه کال کې د ۱۶۶ ميلياردو يورو په ارزښت وسلې پلورلې دي.

د نړۍ د ۲۵ سترو وسله جوړونکو شرکتونو له ډله څخه ۱۲ يې د امريکا متحده ایالاتو دي چې د ټولو پلورل شوو وسله ۶۱ سلنه ددغو شرکتونو دي.

د چين عروج

تېرکال د ۱۶ سلنه وسلو په پلورلو سره چين دويم مقام خپل کړی دی. د چين څلور شرکتونه د وسلو په ۲۵ سترو نړيوالو شرکتونو کې شامل شوي دي. له دوی څخه یې دريو په لومړيو لسو سترو شرکتونو کې ځای خپل کړی دی. دې شرکتونو د ۵۶،۷ ميليارده ډالرو په ارزښت وسلې خرڅې کړي دي.

د ۲۵ سترو شرکتونو په ليست کې د چين «اندستري کارپوريشن آف چاينا» شپږم مقام، «چاينا اليکترانکس تکنالوژي ګروپ کارپوريشن» اتم مقام او «چاينا نارت اندستریز ګروپ» نهم مقام خپل کړی دی.

د سيپري د دغه راپور يوه محقق نان تيان وويل: «د چين د وسلو جوړولو شرکتونو ته د پوځ له عصري کولو پروګرامونو څخه ګټه رسيدلې ده.»

زياته شوې ده چې د چين نور شرکتونه هم په دې نوملړ کې شاملیدای شوای خو د «ډاډ وړ او کره شمیرو د نه شتون» له کبله یې شاملول ممکن نه شول.

په نوملړ کې د منځني ختیځ شامليدل

په لومړي ځل د منځني ختيځ د وسلو يو شرکت د نړۍ د ۲۵ سترو شرکتونو په نوملړ کې شامل شوی دی. د متحده عربي اماراتو د «اي دي جي اي» شرکت په دې فهرست کې پر ۲۲ مقام دی. دې شرکت د ۲۵ سترو شرکتونو د ټولو پلورل شويو وسلو ۱،۳ سلنه وسلې خرڅي کړي دي.

د وسلو او پوځي لکښتونو په اړه د سیپري د يوه برجسته څيړونکي پيتر وايزمين په حواله، په نوملړ کې د متحده عربي اماراتو د دې شرکت شامليدل جوتوي چې په دغه هيواد کې د پوځي توليداتو تقاضا څومره ډېره ده او دغه هيواد غواړي چې په دې برخه کې ځان له بهرنيو شرکتونو څخه خلاص کړي.

رفال د فرانسوي شرکت مقام لوړ کړی

د فرانسې د «داسو ايوي ایشن ګروپ» په نامه شرکت هم په لومړي ځل د وسلو د ۲۵ سترو شرکتونو په کتار کې شامل شوی دی. دا شرکت توانيدلی دی چې په تېرکال کې د نورو کلونو په پرتله دوه چنده ډېره وسله وپلوري.

د سيپري په حواله په نوملړ کې د ښه مقام د ترلاسه کولو وجه ددغه شرکت له خوا د رفال الوتکو خرڅلاو دی. د رپوټ په حواله د وسلو دغو ۲۵ سترو شرکتونو په ۲۰۱۹م کال کې په ټولیزه توګه د ۳۶۱ میلياردو ډالرو کاروبار کړی دی چې دا د ۲۰۱۸م کال په پرتله ۸،۵ سلنه زياتوالی ښيي.

ب. ص/ ن. ز (Dharvi Vaid)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب