امریکا غواړي په وسلو د مجهزو بې پیلوټه الوتکو پلور ډیر کړي
۱۳۹۹ مرداد ۴, شنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر وسلو د سمبالو بې پیلوټه الوتکو پر صادراتو کنترول نرم کړی دی. ترمپ یو فرمان لاسلیک کړی دی چې له مخې یې په ۱۹۸۷م کال کې د توغندیو د کنترول تړون په نوم توافق ته نور ځان ژمن نه احساسوي. ۳۴ هیوادونه په دغه تړون کې شامل دي.
ام ټي سي آر، یا د توغندیو د کنترول تړون په ګډه د توغندیو د صادراتو د سیاست د کړنلارې د رعايت پر ژمنتیا ولاړ دی او دغه تړون باید د بالستیک توغندیو، کروز توغندیو او د بې پیلوټه الوتکو د پراخیدو مخنیوی وکړي. دغه ډول توغندي په لویه کچه د ویجاړیو رامنځ ته کوونکو سیستمونو په توګه انګیرل کیږي.
د ترمپ له لوري د لاسلیک شوو قواعدو له مخې په وسلو سمبالو بې پيلوټه الوتکې چې په صادراتو یې سخت بندیز دی، نور د تکنالوژۍ په توګه نه انګیرل کیږي بلکې د یوې وسلې په توګه انګیرل کیږي چې د صادرولو پریکړه به یې په هر مورد کې جلا وي.
سپينې ماڼۍ د دې نوي اقدام دلیل دا ښوولی دی چې د توغندیو د کنترول تړون، معیارونه درې لسیزي زاړه دي. د سپینې ماڼۍ په وینا پر دې سربیره د دغه تړون قواعد د متحده ایالاتو د تجهیزاتو صنعت ته زیان اړوي او هغو هیوادونو ته چې د ام ټي سي آر، تړون سره سروکار نه لري د رقابت په برخه کې ښه چانسونه برابروي. زیاته شوې ده چې د ترمپ حکومت په دې هڅه کې دی چې د متحده ایالاتو د وسلو صادرات زیات شي.
انتقاد کوونکي انديښنه لري چې د متحده ایالاتو د عصري بې پلوټه الوتکو پلور به په نړیواله کچه د تسلیحاتي رقابت سبب شي. په متحده ایالاتو کې د دیموکراتانو سناتور باب مېنندز، ویلي دي چې په دغه ګام سره واشنګټن یو ځل بیا د وژونکو بې پيلوټه الوتکو صادراتو نړیوال کنترول کمزروی کړی دی. د هغه په خبره دغه پریکړه د دې احتمال زیاتوي چې متحده ایالات به «زموږ خپلې وژونکې وسلې په ټوله نړۍ کې له بشري حقونو پر سرغړونکو باندې وپلوري.»
زموږ له آرشیف څخه: