1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانیا کې سېلابونه؛ د مړو شمېر ۹۵ کسانو ته پورته شوی دی

۱۴۰۳ آبان ۱۰, پنجشنبه

د هسپانيا په شرقي علاقې والنسیا کې په شدیدو سيلابونو کې د مړو شمېر ۹۵ کسانو ته رسېدلی او د لوړېدو احتمال ېې شته. سېلابونو درانه مالي زیانونه هم اړولي. اوښتو درنو ځاني زیانونو د خبرداري سیستم په هکله پوښتنې راولاړې کړي.

https://p.dw.com/p/4mQXr
د هسپانيا په والنسیا علاقه کې د چهارشبنې ورځې سېلابونو کې اوبو راوړي موټر
د هسپانيا په شرقي علاقې والنسیا کې په شدیدو توپانونو کې د مړو شمېر ۹۵ ته رسېدلی او د لوړېدو احتمال ېې شتهانځور: Alberto Saiz/AP Photo/picture alliance

د هسپانیا په سېلابونو کې اوښتو درونو ځايي او مالي زیانونو، د حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې ادارې او سیستم تر پوښتونو لاندې راوستلي چې خلکو ته دې ېې د پېښېدونکي توپاني سيلابونو په اړه پر وخت د خبرداری اعلان کړی وي.

رپوټونو وايي ټاکل شوې چې د هسپانیا صدراعظم، پدرو سانچز، د پنجشنبې په سهار له والنسیا کتنه وکړي.

د هسپانيا راډيو تلویزیون (RTVE) د پنجشنبې په ورځ وويل چې په والنسیا سیمه کې د ۹۲ او ۹۵ تر منځ کسان مړه شوي دي.

د هسپانیا د هوا پېژندې ادارې په حواله، تر ټولو ډېره د والنسیا پایپورتا (Paiporta) سیمه ځپل شوې چې د ۴۰ کسانو مړينه ېې په کې تائيد کړې ده. د مادرید په جنوب شرق کې هم د دوو ښځو د مړېنې ويل شوي، دغه راز د انګستان یو اوسېدونکی په اندلس کې مړ شوی دی. د سېمې والي کارلوس مازون، وويل چې په مجموع کې نژدې ۷۰ سیمو کې د خلکو د ژغورنې او ایستلو عملیات پيل شوي دي او هغه افراد چې د بامونو سره ته ېې پناوې وړې وې ټول ژغورل شوي دي.

د هسپانیا په سیلاب ځپلې سیمه، والنسیا کې یو ژغورنکی پر څوکۍ پروت دی - چهارشبنه د اکتوبر ۳۰مه
هسپانوي رسنیو د پنجشنبې په ورځ وويل چې د والنسیا سیمې په سېلابونو کې د مړو شمېر ۹۵ ته پورته شوی دیانځور: Alberto Saiz/AP Photo/picture alliance

په هسپانیا کې ويجاړونکي سېلابونه د روانې اوونۍ په سر کې پيل شول. تر ټولو ډېر زیانونه شرقي علاقې، والنسیا کې اوښتي چېرته چې د هسپانیا د هوا پېژندنې ملي ادارې (AEME) د سه شنبې په سهار د سخت خطر خبرداری اعلان کړ.

د چهارشنبې ورځې په جریان کې په دغه سیمه کې وضعیت خراب وو او ځايي چارواکي ایله ماښام وتوانېدل چې بېړني خدمات پيل کړي.

له دې سره جوخت د والنسیا د ملکيانو د ژغورنې خدماتو ادارې ځايي اوسیدونکو ته سپارښتنه وکړه چې د ماښام تر اتو بجو وروسته له خپلو کورونو ونه وځي. د هسپانیا والنسیا سیمه د مدیترانې سمندرګي پر غاړه پرته ده.

خو له دې ټولو سره سره، دغه اقدامات د اکثرو له پاره ډېر ناوخته ول. هغه خلک چې غوښتل ېې په موټرو کې له خطرناکو ځایونو ووځي، له درونو سېلابونو له خطر سره مخ شول. خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې په لسونو موټر د سېلابي خټو ډکو لارو او کوڅو کې ګډوډ ولاړ یا اوښتي دي.

ځايي چارواکو تر اوسه خلکو ته پر وخت د خبرداري یا پېښو پر وړاندې فوري اقداماتو ته په چمتووالي کې د ځنډ په تړاو څه نه دي ويلي.

(dpa,dw)mks/nz

له آرشیف څخه انځوريز البوم: