اف بي آی: د ترمپ هوټل مخته د چاودنې پيښه ځان وژنه وه
۱۴۰۳ دی ۱۵, شنبهڅارنوالانو دترمپ هوټل مخته د سایبر ټرک ټسلا موټر د چاودنې د مسئول هویت معلوم کړی او دغه عمل یې ځان وژنه بللې ده.
د امریکا متحده ایالاتو د پلټنو فدرالي ادارې (FBI) ویلي دي هغه کس چې د دونالد ترمپ هوټل مخې ته یې ټسلا موټر ته انفجار ورکړ یو پخوانی امریکایي سرتیری و چې «تر پيښې وروسته شترس او نورو رواني ستونزو سره لاس او ګریوان و.»
د اف بي آی د څیړنو مامور سپنسر ایوانز، اعتراف وکړ: سره له دې چې «دغه پيښه د معمول له اندازې پراخه او جنجالي ده، خو په نهایت کې داسې معلومیږي چې دا د یوه پخواني سرتیري د ځان وژنې پيښه ده.»
مخکې تر دې د لاس وګاس د پولیسو مشر کوین مک مهیل خبریالانو ته ویلي وو«د آرامتیا احساس کوي چې دغه حادثه ځان وژنه وبولي.»
سپنسر ایوانز، بیا ویلي وو چې د دغه کس د هویت معلومول ستونزمن و، ځکه هغه دومره سوزیدلی وو چې د پيژندنې وړ نه و.
ویل شوي چې متیو آلن ال، چې په افغانستان کې یې هم د سرتیري په توګه خدمت کړی و د خپل موټر په وسیله له انفجار مخکې یې پر ځان فیر یا ډزه هم کړې وه.
تحقیق کوونکو د چاودنې د ځای په هکله د توضیحاتو ورکولو په ترڅ کې وویل چې آلن ال له منتخب ولسمشر دونالد ترمپ سره هیڅ ډول خصومت نه درلود. همدارنګه د نیواورلئان له ډزو سره د هغه د ارتباط په هکله هیڅ کومه نښه شتون نه لري.
تحقیق کوونکو په خبري کنفرانس کې د هغه د دوو لیکونو ځینې برخې خپاره کړل. په یوه د هغو کې لیکل شوي وو «مونږ د امریکا متحده ایالات یو، بهترین هیواد او بهترین خلک چې تر اوسه پورې موجود دي! خو اوسمهال مونږ نا علاجه مریضان یو او د پاشل کیدو پر لور حرکت کوو.»
نوموړي همدارنګه د خپلو انګیزو په هکله لیکلي دي: «دا یوه ترهګریزه حمله نه وه، دا یو خبرداری و» هغه د خپل لیک په دوام کې لیکلي وو: «امریکایان یوازې نمایشونو او تاوتریخوالي ته توجه کوي. د خپل پيغام د رسولو له پاره له اور لګونې او له چادیدونکو توکو سره نمایش ورکولو پرته، بلې کومې بهترې لارې شتون درلود؟»