1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مایوت کې د چیدو توپان؛ د په سونو کسانو د مړینې اندېښنې

۱۴۰۳ آذر ۲۶, دوشنبه

په مایوت کې یو لوړپوړي ځايي فرانسوي چارواکي ويلي چې په چیدو ويجاړونکي توپان کې په سلهاوو او په احتمال سره په زرهاوو کسان مړه شوي دي. مایوت په هند سمندر کې د فرانسې یو مجمع الجزایر دی. ماکرون د مرستو ډاډ او خواخوږي ښودلې.

https://p.dw.com/p/4oBFU
Frankreich | Mayotte | Nach Zyklon «Chido» im Indischen Ozean
انځور: Etat Major des Armées via AP/picture alliance

په مایوت کې لوړپوړي چارواکي، فرانسوا خاویر بیوویل، ځايي تلویزیون مایوت ۱ ته وويل: «زه په یقین سره فکر کوم چې [د مړو شمېر] به په سلهاوو ته او کېدای شي زر او حتی څو زرو ته ورسیږي.»

تر دې وړاندې د فرانسې د کورنیو چارو سرپرست وزیر، برونو رتایو، وويل: «د ټولو قربانیانو شمېرل به ډېره ستونزمنه وي» او په اوسني وضعیت کې د تلفاتو د ارقامو معلومول نشي کېدی.

د چیدو توپان وړمه نیمه شپه مایوت وځاپه، د باد سرعت په ساعت کې څه باندې ۲۰۰ کیلومتره ښودل شوی دی. کورونه، حکومتي ساختمانونه او روغتونونه تخریب شوي دي. د هوايي ډګر او لارو د زیانمنېدو هم ویل شوي او دا چې باد ونې له بېخه ايستلي دي.

د هوا پېژندې ادارې ويلي دي چې چیدو په مایوت ټاپو کې په تېرو څه باندې ۹۰ کلونو کې تر ټولو ځواکمن توپان دی.

د محمد اسماعیل په نوم یوه ځايي اوسیدونکي له پلازمينې مامودزو پر ټيلفون رويټرز خبري آژانس ته وویل: «صادقانه ووایم، موږ یوه تراژيدي تجربه کوو. تاسو داسې احساس کوی لکه د اتمي جګړې وروسته حالت. ما ټوله سیمه محوه شوې ولېده.»

د فرانسې ولسمشر، امانويل مکرون، د مایوت توپان په هکله خپله غمرازي شريکه کړې ده: «زما فکر په مایوت کې د خپلو هېوادوالو سره دی چې تر ټولو سخت ساعتونو ېې تير کړي پاتې شول او ځينو ېې خپل ژوند او هر څه له لاسه ورکړي دي.»

ماکرون د یکشنبې په ورځ پر خپلې اکس پاڼه ولیکل: «د مایوت له وضعیته له نژدې خبريږم. ماهوریایانو ټول هيواد ستاسو سره ولاړ دی... سبا ته نور ملاتړ درسېږي. موږ به نن او همدارنګه سبا هلته یو.»

چارواکي وايي د مجموعي تلفاتو معلومول ستونزمن دي او په عین حال کې د غذا او څښاک اوبو ته د نه لاسرسي اندېښنې موجودې دي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت يو چارواکي وويل: «د مړو د شمېر په تړاو که ووایم دا ارزونه پېچلې کيږي، ځکه مایوت یو اسلامي خاوره ده چې مړي پکې د ۲۴ ساعتونو په جریان کې خاورو ته سپارل کيږي.»

مایوت له پاریس نژدې ۸۰۰۰ کيلومتره لرې په هند سمندر کې واقع دی. د دغه ټاپو اوسېدونکي د نورو فرانسویانو په پرتله فقیرتره دي چې له لسیزو راهیسې د مافیايي تاوتریخوالو او ټولنیزو ناامنیو سره لاس او ګریوان پاته شوی دی.

د مایوت درې څلورمه برخه اوسیدونکي د فرانسې د فقر تر ليکې لاندې ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده چې په دغه سیمه کې د روان کال په سر کې د څښاک اوبو له کمښت سره تشنجونو نور هم زور واخیست.

پر ورته موضوع له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل