1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلوچستان کې د وسله والو په حمله کې پنځه کسان وژل شوي

۱۴۰۳ آبان ۹, چهارشنبه

د پاکستان د بلوچستان ایالت د یوې ساختماني پروژې پر سیمه د وسله والو په حمله کې ۵ کسان وژل شوي دي. چارواکو دغه حمله تائيد کړې. مسئولیت د بلوچ لېبرېشن آرمي په نوم بيلتونغوښتونکې ډلې منلی.

https://p.dw.com/p/4mOUc
ARCHIV | Symbolbild | Pakistan | getötete Wanderarbeiter in der Provinz Balochistan
انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images

رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس د بلوچ لبرېشن آرمي (BLA) په نوم ډلې خبریالانو ته په یوه استولې اعلاميه کې ويلي: «موږ په کويټه، کيچ او پنچ ګور کې د ۷ موسیقي غږوونکو او مُخبرانو د وژنې مسئولیت منو.»

خوپاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت ویاند شاهد رند، وايي چې په دغه حمله کې ۵ کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي. هغه په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې دوی ټولو د پنجګور په ساختماني سیمه کې کار کاوه. هغه د سه شنبې په ورځ وویل چې حمله د شپې شوې ده.

بلوچ بېلتونغوښتونکي وسله واله ډله د بلوچستان ایالت په طبیعي زیرمو کې پر خپل سهم ټينګار کوي او پر حکومت د فشار راوړلو په موخه، له ېوې لسيزې راهيسې په سیمه کې پر حکومت، امنيتي ځواکونو او د چين پر منافعو حملې کوي.

چین په بلوچستان ایالت کې د ژورو اوبو د یو ستراتيژيک بندر پروژې تر څنګ د سرو زرو او مسو پروژې پيل کړي او په دغه ایالت کې د پراختیا په برخه کې له اسلام آباد سره ګډ کار کوي.

په بلوچستان کې د وړو او شخصي شرکتونو له لوري په کانونو کې پر ګمارل شوو بهرنیو کارګرو ګڼې حملې شوي دي.

(Reuters)mks/nz

له آرشیف څخه: 

پاکستان: بلوڅانو ولې په مظاهرو لاس پورې کړی؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب