1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وسله والو د پاکستان په بلوچستان کې ۷ کارګر وژلي

۱۴۰۳ مهر ۸, یکشنبه

وسله والو کسانو د پاکستان په بلوچستان کې د پنجاب ایالت ۷ کارګر د هغوی په هستوګنځي کې په ډزو وژلي دي. پولیس وايي پېښه د شنبې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4lCSP
 ګوادر، بلوچستان، پاکستان
آرشیف - بلوچستان ایالت په ګوادر علاقه کې امبولانسونه، چې په يوه ورته پېښه کې د ۷ وژل شوو پنجابي کارګرانو جسدونه په کې ليږدول کيږيانځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د رويټرز خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د پاکستان پولیسو وويل چې وسله والو کسانو پر یوه هستوګنځای چې پنجابي کارګر په کې اوسېدل هجوم وروړی او پکې مېشتو کسانو باندې ماشيندارې چلولي دي. د پېښې مسئولیت کوم چا په غاړه نه دی اخیستی.
د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي سید فضلي شاه یاد آژانس ته وويل چې «ناپېژاندو وسله والو د پنجګور ښارګوټي په خدای آبادان سیمه کې ۷ کارګران وژلي دي.» هغه زیاته کړه چې يو بل کس ټپي شوی دی.

د پولیسو یو بل افسرظهیر احمد وويل چې وسله وال د کارګرانو کرايي کور ته دننه شوي او بیا ېې پر کارګرانو ډزې کړي.

احمد زیاته کړه چې د پېښې په هکله د پولیسو تحقیقات روان دي او د وژل شوو کسانو ټول جسدونه ځايي روغتون ته رسول شوي چې د یکشنبې به په ورځ پنجاب ایالت ته ولېږدول شي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف پر کارګرو دغه وسله واله حمله غندلې او د قربانيانو له کورنیو سره ېې غمرازي ښوولې ده.

وسله والو په اګست مياشت کې د بلوچستان په مختلفو علاقو کې د پولیسو پر مرکزونو، د اورګاډو پر لیکو او لويو  لارو حملې وکړې چې پکې د پنجابي کارګرانو په شمول له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول.
د یادو حملو مسئولیت بلوچ ليبریش آرمي (BLA) په نوم ډلې په غاړه واخیست. دغه ډله په بلوجستان کې د مختلفو قبيلوي ډلو یوه ده چې د پاکستان حکومت پر ضد وسله واله جګړه کوي.
(Reuters)mks/aa/