1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا ترمپ به له افغانستان سره بشري مرستو ته ادامه ورکړي؟

۱۴۰۳ آبان ۱۸, جمعه

د ملګرو ملتونو سازمان دا وخت پر دې فکر کوي چې واشنګټن به د دونالد ترمپ په راتلونکي حکومت کې له دغه سازمان سره د بشري مرستو په برخه کې څه ډول دريځ غوره کوي. یو افغان کارپوه وايي «ترمپ به پر افغانستان بشري مرستې قطع کړي.»

https://p.dw.com/p/4mnpi
دونالد ترمپ د چهارشبنې په ورځ د نومبر ۶مه د امریکا په ولسمشريزو انتخاباتو کې خپله بریا اعلان کړه
کارپوهان وايي که چېرته د دونالد ترمپ نوې اداره پر ملګرو ملتونو بشري مرستې قطع کړي پر افغانستان به هم خپل اغیز ولريانځور: Alex Brandon/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان د دونالد ترمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې ځينو پريکړو ته په کتو پر دې فکر کوي چې سپېنې ماڼۍ ته به د ترمپ له ورګرځېدو سره د هغه اداره له دغه سازمان سره د بشري مرستو په برخه کې څه ډول دريځ غوره کوي.

ترمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړنۍ دوره کې د ملګرو ملتونو سازمان منتقد و. هغه اعلان وکړ چې غواړي د روغتیا نړېوال سازمان څخه ووځي. ترمپ دغه راز ويلي ول چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا او کلتوري سازمان یونسکو څخه وځي. هغه د اقليمي بدلون له نړيوال تړون او د ایران د اتومي پروګرام یادونه هم کړې وه.

خو جو بایدن د ۲۰۲۱م کال په انتخاباتو کې له بریا وروسته، د روغتیا له نړېوال سازمان او یونسکو څخه د امریکا متحده ایالاتو د وتلو تصمیم لغوه کړ. اما د ترمپ په انتخاباتي کمپاینونو کې ويل کېده چې د بریا په صورت کې به بېرته د اقليمي بدلون له نړېوال توافقه ووځي.

کارپوهان وايي واشنګټن د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان د جمعیت صندوق (UNFPA) یو کلیدي ملاتړکونکی دی او له دغه سازمان سره د امریکا د مرستو قطع کول پر افغانستان هم خپل اغیز لری شي.

یو ارشد اروپايي دیپلومات د نوم د نه ښودلو په شرط رويټرز ته وويل چې په دې صورت کې به «ښځې د افغانستان، سوډان او اوکراين په ګډون د نړۍ په یو شمېر برخو کې د نجات له خدماتو بې برخې شي.»

د سیاسي چارو شنونکي او د پوهنتون استاد احمد سعيدي په دې باور دی چې دونالد ترمپ به پر افغانستان د امریکا بشري مرستې قطع او یا راکمې کړي. هغه دویچه ویله ته وویل: «دونالد ترمپ داسې یو سړی دی چې هر تصمیم په خپله نیسي. هغه ته تر ټولو لومړی له خپل هېواد سره مرسته مهمه ده.»

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

سعيدي زیاته کړه: «زه په دې باور يم، کوم مصارف چې اوس ېې امریکا ناټو ته ورکوي، ترمپ به دا هم راکم کړي او نړېوالې مرستې هم کموي.» ښاغلی سعيدي وايي ترمپ نه غواړي چې د امریکا پیسې بل ځای مصرف کړي که هغه په جنګ کې وي یا له جنګ پرته. په دې دلیل «ترمپ به پر افغانستان او افریقايي هېوادونو هم مرستې کمې کړي.»

دغه سیاسي کارپوه وويل ترمپ دا ځل د خپلې لومړنۍ دورۍ ترمپ نه دی: «ترمپ هغه ځل پر ۲۷۰ رایو ولسمشر شوی وو او دا ځل پر ۲۹۹ رایو. دا ځل هغه د امریکا د سنا اکثریت برخه په اختیار کې لري، نو هر څه ېې چې زړه وغواړي هغه کوي.» 

 د ترمپ ټيم په سملاسي توګه دغو تحقیقاتو په هکله څه نه دي ويلي چې په جنوري کې سپينې ماڼۍ ته تر ورتلو وروسته به د ملګرو ملتونو سازمان سره څه ډول چلن اختیاروي.

یاد اروپايي ديپلومات دغه راز د ترمپ بریا د «چین له پاره یو ښه خبر» بولي. په وینا ېې د ترمپ د ریاست جمهورۍ په لومړۍ دوره کې «چين د ملګرو ملتونو په سازمان کې خپل نفوذ ډېر زیات کړ ځکه چې هغه وخت چین له پاره یو ښه فرصت په لاس ورغلی وو.» دغه ديپلومات وايي که ترمپ بیا هم پر ملګرو ملتونو مرستې قطع او له نړېوالو تړونونو بهر کيږي بیا به «چین ته فرصت په لاس ورشي چې ځان د لومړي درجه څو اړخيزپلوه ملاتړکونکی په څېر مطرح کړي.»

د ملګرو ملتونو د بحران نړېوالې ډلې مشر ريچارد ګاون، وويل که څه هم د ملګرو ملتونو عمومي منشي «آنتوني ګوتریش او ټیم ېې بشپړ آماده نه دي، خو هغوی په دې پوهيږی چې راتلونکی کال به یو نهایت سخت کال وي.»

کله چې ترمپ په لومړۍ ځل په متحده ایالاتو کې واک ته ورسېد د ديپلوماسۍ او مرستو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو د یو دریمه برخې بودجې د قطع کېدو وړاندیز ېې وکړ چې په هغو کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو او نړیوالو موسساتو تمویل هم شاملېده.

هغه مهال د ملګرو ملتونو سازمان یو ویاند وويل چې د امریکا له لورې د مرستو قطع کول به د دوی د اړینو کارونو د مخته وړلو ادامه ناممکنه کړي.  

د ملګرو ملتونو سازمان د ارقامو پر اساس، د بایدن اداره حاضردمه ۹۹۵ ميلیونه ډالره د دغه سازمان د مرکزي ادارې د بودجې او ۸۶۲ ميلیونه ډالره د سوله ساتونکو بوديجې له بابته پوروړې ده.

(Reuters)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب