1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا متحده ایالات:دټاکنو په ورځ او ترهغه وروسته څه پیښیږي؟

۱۴۰۳ آبان ۱۵, سه‌شنبه

په امریکا متحده ایالاتو کې د رایې ورکولو مرکزونه پرانیستي دي. د ولسمشرۍ په ټاکنو کی د رای ورکولو وړ کسان به پریکړه کوي چې کاملا هریس او که ترمپ سپینې ماڼۍ ته واستوي. خو دغه ټاکنې څه ډول پرمخ ځي او څه ډول رای شمیرل کیږي؟

https://p.dw.com/p/4md3i
په امریکا متحده ایالاتو کی انتخاباتي حوزې پرانیستي دي
د نومبر پر پنځمه د نړۍ په ترټولو ځواکمن هیواد امریکا  متحده ایالاتو کې انتخابات ترسره کیږي. انځور: Frederic J. Brown/AFP/Getty Images

د نومبر پر پنځمه د نړۍ په ترټولو ځواکمن هیواد امریکا  متحده ایالاتو کې انتخابات ترسره کیږي. په دغو ټاکنو کې یوازې راتلونکی جمهور رئیس نه ټاکل کیږي، بلکې د کانګرس غړي هم ټاکل کیږي.

د نظر پوښتنو له مخی د دیموکرات ګوند د کاندیدې کاملا هریس او د جمهوري غوښتونکو د نوماند دونالد ترامپ ترمنځ به اوږه په اوږه سیالي وي. دویچه ویله د دغو انتخاباتو د پروسې په هکله ځینو مهمو پوښتنو ته ځوابونه وايي.

څوک رایه ورکوي؟

له ۱۸ کلنۍ څخه پورته شاوخوا ۲۴۴ میلیونه کسانو ته په انتخاباتو کې د گډون بلنه ورکړل سوې ده. هغه څوک چی د سخت جرم له امله محکوم سوی وي، د امریکا متحده ایالاتو په ځینو ایالتونو کې د رایې ورکولو له حق څخه محروم سوي دي.

څوک انتخابیږي؟

د نوي ولسمشر ترڅنگ د کانگرس د نوي غړي هم ټاکل کیږي. هم د استازو د جرگې او هم د مشرانو د جرگې له پاره. په مجموعي ډول ۴۶۹ چوکۍ د ټاکنو له پاره موجودي دي. د سنا له سلو څخه ۳۴ او د استازو د مجلس ټول ۴۳۵ غړي ټاکل کیږي.

په امریکا متحده ایالاتو کی د الکتریکي رایه اچونې ماشین
رای ورکوونکي کولای سي د پوست له لارې، له ټاکلي وخت مخکې رای ورکولو او یا هم د ټولټاکنو په ورځ د رای ورکولو په مرکز کی خپله رایه ورکړي. انځور: PATRICK T. FALLON/AFP/Getty Images

آیا محکوم شوي کسان هم انتخابیږي؟

هو! که څه هم په ځینو ایالتونو کې محکوم شوي کسان د رای ورکولو حق نه لري، خو د هغوی د کاندیدو او انتخابیدو له پاره کوم محدودیت نه شته. په فدرال سطحه هیڅ داسې قوانین نه شته چې د دې کار مخه ونیسي. تر ټولو مهمه بیلگه یې دونالدترمپ دی چې د محکمو له خوا پر محکومیدو سربیره بیا هم ځان د ولسمشرۍ له پاره کاندیدولای سي.

د رای ورکولو بهیر څه دول دی؟

رای ورکوونکي کولای سي د پوست له لارې، له ټاکلي وخت مخکې رای ورکولو او یا هم د ټولټاکنو په ورځ د رای ورکولو په مرکز کی خپله رایه ورکړي. له وخت څخه مخکې د رای ورکولو بهیر چې په ۴۷ ایالتونو کې عملي کیږي، د ویرجینیا په ایالت کې د سپتمبر پر ۲۰مه پیل سو.

وروسته له هغه د اکتوبر په ترڅ کې کلیفورنیا (د اکتوبر اومه) تیکزاس ( ۲۱ مه) او فلوریدا پر (۲۶ مه) دا چاره عملي کړه. د پوست له لارې رایه ورکول په ځینو ایالتونو کې حتی وختي لا ممکن وو، لکه په شمالي کارولینا کی د سپتمبر پر ۶مه د دې امکان برابر کړی وو.

په ټاکنو کې د گډون کچه څومره ده؟

 په امریکا متحده ایالاتو کې په تیرو کلونو کې رای ورکولو ته د خلکو لیوالتیا زیاته سوې ده. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۶ م کال کې ۵۹ سلنه هغو کسانو چې د ولسمشرۍ  په ټاکنو کې د رایه ورکولو مستحق و، خپله رایه وکاروله او څلور کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کې بیا دغه شمیر ۶۶ سلنه وو. د پیو د تحقیقاتي مرکز په حواله دا له ۱۹۰۰ راهیسې د هیواد په کچه ټولټاکنو کې د رای ورکولو تر ټولو لوړه کچه وه.

د رایه ورکولو مرکزونه څه وخت تړل کیږي؟

لکه څنگه چې په امریکا متحده ایالاتو کې انتخابات په شپږو بیلابیلو زونونو کې ترسره کیږي، نو د انتخاباتي حوزو د پرانیستلو او تړلو وختونه هم یو له بل سره توپیر لري. په زیاترو ایالتونو کې دغه مرکزونه د ماښام له اوو بجو څخه تر اتو بجو پوري تړل کیږي.

د اندیانا او کنتاکي په شان ایالتونو کې احتمالا د رای ورکولو مرکزونه د ماښام پر شپږو بجو لا تړل کیږي او په نیویارک کې بیا د شپې تر نهو بجو پورې به د رای ورکولو مرکزونه پرانیستې وي. کله چې په هاوای او الاسکا کې د رای ورکولو مرکزونه وتړل سي،  بیا به نو د امریکا متحده ایالاتو په ختیځ ساحل کې نیمه شپه وي او لومړنۍ مقدماتې پایلې به له هغه ځایه اعلان سي.

د امریکا ټاکنې به د افغانستان پر وضیعت هم اغېز وکړي؟

د رایه ورکوونې د مرکزونو له تړلو وروسته څه پیښیږي؟

د انتخاباتو په ورځ د رایې ورکولو د مرکزونو له تړل کیدو وروسته په سملاسي ډول د ټول هیواد په زرو انتخاباتي حوزو کې د انتخاباتي کار کوونکو له خوا رایې شمیرل کیږي. که په صندوقونو کې له کاغذي پاڼو څخه گټه اخستل سوې وي، نو د رایو هر صندوق مهر لاک کیږي او د شمیرلو یوه مرکز ته انتقالیږي. که د رای ورکوونې دیجیتالي ماشین کارول سوی وي، بیا نو مامورین د رای ورکوونکو معلومات د شمیرنې مرکز ته استوي.

د ولسمشر د بري له پاره څو رایو ته اړتیا سته؟

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشريزې ټاکنې پایله د رایو په اکثریت سره نه، بلکې په نهایت کې د الیکتوریال کالج د تصیمم پر اساس تعینیږي، کوم چې په کانګریس کې د ټولو ایالتونو ۵۳۸ انتخاباتي حوزې يا مجموعي څوکۍ دي. د ولسمشرۍ انتخاباتو یو نوماند باید په کانګریس کې د ۵۳۸ رایو لږ تر لږه ۲۷۰ راېې وګټي چې د امریکا ولسمشر سي.

په دغه سیستم کې حتی که په یوه ایالت کې یو کاندید په لږ توپیر سره بریالی سي، د نوموړي ایالت ټولې الیکتوریا رای په هغه پوري اړه پیدا کوي. له همدې کبله امکان لري چی یو نوماند د عمومي رایو د ډیرو شمیرو په ترلاسه کولو سربیره، په پای کې بایلونکی سي. لکه څنگه چی د ۲۰۱۶ م کال په ټاکنو کې هیلري کلنتن له دې وضعیت سره مخامخ سوه. په هغو ټاکنو کې، کلینتن د ترمپ په پرتله تقریباً ۳ میلیونه ډیری رایې په لاس راوړې، خو ترمپ د الکترال بشپړ اکثریت په لاس راووړ.

د «سوینګ سټیټس»  ایالتونو ارزښت

دغه ایالتونه په انتخاباتو کې ډیر اهمیت لري. دا داسي ایالتونه دي چې نه د ډیموکراټانو او نه هم د جمهوري غوښتونکو تر بشپړ کنترول لاندي دي.

په انتخاباتو کې له هغو څخه تر ټولو مهم ایالتونه آریزونا، جورجیا، میشیگان، نوادا،  شمالي کارولینا، پنسیلوانیا و ویسکانسین دي.

د ۲۰۲۰ م کال په ټاکنو کې د بایدن د آریزونا، ویسکانسین، جورجیا او میشیگان په ایالتونو کې بریالی سو، په داسې حال کې چې شمالي کارولینا په ترمپ پوري اړه درلود.

څه به پیښ سي که هیڅ څوک اکثریت ترلاسه نه کړي؟

که د ولسمشرۍ دواړه کاندیدان د الیکترویال کالج ۲۶۹ رای ترلاسه کړي او هیڅ یو ونه سي کولای د رایو ۲۷۰ اکثریت په لاس راوړي، بیا به نو د استازو جرگه گټونکی تعین کړي.

هر ایالت به یوه رایه ولري او د بریالیتوب له پاره اکثریت ( ۲۶ ایالتونو ) ته اړتیا ولري. خو داسي یو حالت تر اوسه لا د امریکا  متحده ایالاتو د انتخاباتو په تاریخ کی نه دی رامنځته سوی.

د ټاکنو رسمي نتایج څه وخت اعلانیږي؟

په صورت کې چې د دواړو نوماندانو رایې ډیر سره توپیر و نه لري، ښایی د وروستیو نتایجو اعلان ډیر وخت ونیسي. که په ځینو ایالتونو کې ستونزي رامنځته سي، د قانون له مخی باید هغه د دسمبر تر ۱۱ می حل سي.

د نوي ولسمشر یا ولسمشرې د لوړې مراسم به د ۲۰۲۵ م کال د جنورۍ په ۲۰ مه  نیټه په واشنگټن کې ترسره سي.

GP/SR/Prange de Oliveira, Astrid