ملګرو ملتونو په غزه کې د اور بند په تړاو پريکړه ليک تصويب کړ
۱۴۰۳ آذر ۲۲, پنجشنبهد ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۱۱) يو پريکړه ليک د رايو په اکثريت سره تصويب کړ چې په غزې تراډه کې د سملاسي، بې قيد او شرطه او دوامداره اوربند غوښتنه پکې شوې ده.
د فلسطينيانو د خپلو معلوماتو په حواله په غزه کې تر يوه کال زياتي مودې راهېسې جګړه روانه ده چې تر اوسه پکې تر ۴۴ زرو ډېر کسان وژل شوي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي.
د سملاسي، غير مشروط او دومدار اوربند غوښتنه
۱۵۸ هيوادونو د دې پريکړه ليک په پلوۍ رايه ورکړه، ۹ یې مخالفت وکړ او ۱۳ غړي په غونډه کې حاضر نه ول.
د پریکړه ليک په متن کې پر «سملاسي، بې قيد او شرط او دوامداره اوربند» او «د ټولو يرغمل شويو پر سملاسي آزادولو» ټینګار شوی دی. تېره میاشت هم يو ورته پريکړه ليک وړاندې شوی وو چې امريکا ويټو کړی وو، خو د دې پريکړه ليک متن هم هغې ته ورته دی.
عمومي اسامبلۍ د دې ترڅنګ يو بل پريکړه ليک هم منظور کړی دی چې پکې د فلسطيني مهاجرو د ملګرو ملتونو له ادارې (يو ان آر ډبليو ای) څخه د بشپړ ملاتړ خبره شوې ده. اسرائيل د جګړې له پېل راهېسې د دې ادارې سره شديد اختلافات لري.
د دې پريکړه ليک په ترڅ کې د اسرائيل هغه نوی قانون هم غندل شوی دی چې له مخې به یې د جنورۍ مياشتې له پای څخه په اسرائيل کې د دې ادارې پر فعاليت بندیز ولګول شي.
په دې پريکړه ليک کې غوښتنه شوې ده چې اسرائيل دې د ملګرو ملتونو د دې ادارې ماموریت ته درناوی ورلري او «د دې زمينه دې برابره کړي چې د کار مخه یې ونه نيول شي.»
د ملګرو ملتونو د فلسطيني کډوالو د مرستې د ادارې د ملاتړ د پريکړه ليک په پلوۍ ۱۵۹ غړيو هيوادونو رایه ورکړه. امريکا، اسرائيل او ۷ نورو هيوادونو د دې پر ضد رايه وکاروله او نورو ۱۱ بيا په رایه اچونه کې ونډه وانه خيسته.
د ملګرو ملتونو د غړيو هيوادونو استازو د رايې اچونې تر مخه په خپلو ویناو کې د فلسطينيانو د حقونو د ملاتړ وړاندیزونه وکړل.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطين استازي رياض منصور، وويل چې غزه د «انسانانو د کورنۍ له پاره يو پرانيستی او دردونکی غم» دی.
په ملګرو ملتونو کې د سلوانیا استازي سیمويل زبوګر، وويل چې «غزه اوس نوره پاتې نه ده، بلکې ويجاړه شوې ده. پر دې بې حسۍ او بې عملۍ باندې تاريخ سرسخته منتقد دی.»
په ملګرو ملتونو کې د الجزایر مرستيال سفير نسيم ګاواوي، وويل: «د فلسطين د فاجعې پر وړاندې د چوپتيا او ناکامۍ بيه ډېره درنه ده او په راتلونکي کې خو به یې بيه نور هم درنه شي.»
امريکا او اسرائيل پريکړه ليک رد کړ
د اور بند دا پريکړه ليک يوازې سمبوليک ارزښت لري ځکه امريکا متحده ایالاتو او اسرائيل دواړو رد کړی او له دې وجې هم چې د عمومي اسامبلۍ پريکړه ليکونه الزامي بڼه نه لري.
خو سره له دې هم د دې پريکړه ليک سياسي وزن ډېر دی او له ۱۴ میاشتو راهېسې روانې دې جګړې په اړه د نړيوالې ټولنې نظر منعکسوي.
اسرائيل پر دغه هېواد باندې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه د حماس ترهګرې ډلې له لوري تر بريدونو وروسته په غزه کې جګړه پېل کړه. په دې بريدونو کې ۱۲۰۰ اسرائيلیان وژل شوي او د ۲۵۰ په شا او خوا کې يرغمل کړای شوي ول.
امريکا په غزه کې اوربند د ټولو يرغمل شويو په آزادولو پورې تړلی دی او ټینګار یې کړی دی چې په بل صورت کې به له حماس سره د دغو کسانو د آزادولو هيڅ علت پاتې نه شي.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا مرستيال استازي رابرټ ووډ، وويل چې په دې متن سره پريکړه ليک منل به «د شرم وړ او ناسم» وي.
په ملګرو ملتونو کې د اسرائيل سفير ډيني ډينن، د رایې اچونې تر مخه وويل چې «نن اسامبلۍ ته وړاندې کیدونکي پريکړه ليکونه غير منطقي دي. د نن ورځې رایې د خواخوږۍ رايه نه ده، بلکې د شراکت [په جرم کې شراکت] رايه ده.»