ملګروملتونو په انجوګانو کې د افغان ښځو پر کار ممنوعیت وغانده
۱۴۰۳ دی ۱۱, سهشنبهد ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې مشر فولکر تورک، د سې شنبې په ورځ له طالبانو وغوښتل چې په غیر دولتي موسساتو کې د ښځو پر کار کولو له خپل بنديزه پر شا شي. هغه په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «زه د افغانسان د دي فکتو چارواکو له خوا په غیردولتي موسساتو کې د ښځو پر کار د بندیز وروستي اعلان سخت اندېښمن کړم.»
له ژنیف څخه د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي ويلي دي چې د طالبانو د اقتصاد وزارت د پنجشنې په ورځ په یو مکتوب کې ملي او نړېوالو غیردولتی موسساتو ته امر کړی دی چې د دوه کاله مخکې صادر شوي فرمان اطاعت وکړي او د هغه مطابق د ښځينه کارمندانو له ګمارنې ډډه وکړي. هغه زیاته کړه چې طالبانو خبرداری ورکړی دی که کومه موسسه له دغه امره اطاعت نه کوي، «د فعالیت جواز به ېې لغوه شي. دا کاملا یوه غلطه تګلاره ده چې نیول کيږي.»
تورک زیاته کړې: «په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم وخیم دی، تر نيمايي ډېر نفوس په فقر کې ژوند کوي، غیردولتي موسسات د افغان نجونو، مېرمنو، نارینه و، او هلکانو د ژوند له پاره د حیاتي مرستو په برابرولو کې حیاتي رول ادا کوي او دغه محدودیت مستقیماً بشري مرستو ته د خلکو لاسرسی اغیزمنوي.»
طالبان چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې پر افغانستان بیا حاکم شوي، تر اوسه یې د ښځو په تړاو په مختلفو برخو کې محدودیتونه لګولي. دغو محدودیتونو د ملګرو ملتونو سازمان اړ کړ چې د طالبانو دغه اقدامات د «جنسي اپارتاید» په توګه محکوم کړي.
ورته نور: «موږ هره ورځ په ډار کې تېروو چې طالبان به بیا څه قانون راباسي»
تورک زیاتوي: «زه د افغانستان له دي فکتو چارواکو یو ځل بیا غواړم چې دغه له تبعيضه ډک فرمان او نور ټول محدودیتونه لغوه کړي کوم چې ښځې له تعلیم، کار، د صحي مراقبتونو په ګډون ټولنیزو خدماتو ته د لاسرسي او له آزاد تګ راتګه منع کوي.»
هغه په ټينګار سره ويلي دي چې «هېڅ هېواد نشي کولی په سیاسي، اقتصادي او ټولنيز ډګر کې پرمختګ وکړي کله چې خپل نیمايي نفوس له عامه ژونده بې برخې کړي. دي فکتو چارواکي باید هرومرو د افغانستان د راتلونکې له پاره مسیر بدل کړي.»
د طالبانو پر له پسې اعلان شوي محدودیتونو تر ډېره په افغانستان کې د ښځو د تعلیم، کار، سفر، ورزش، تفریح، ټولنيزې آزادۍ حقونه او د حجاب اړوند موضوعات تر پوښښ لاندې نيولي. د طالبانو د رهبر ملاهبت الله آخوندزاده له خوا د امربالمعروف په قانون کې حتی د ښځو غږ محرم ګڼل شوی.
په دغه قانون کې راغلي دي چيکه ښځې د یو ضرروت پر بنا له کوره بهر وځي باید ټول ځان ېې پټ وي. په ځينو محلي راډیوګانو او تلویزیونونو کې هم د ښځينه نطاقانو فعالیتونه درول شوي دي. خو د طالبانو اداره بیا وايي چې اسلامي قوانین د افغان نارینه او ښځو حقونه «تضمینوي».