«موږ هره ورځ ډار کې تېروو چې طالبان به بیا څه قانون راباسي»
۱۴۰۳ دی ۱۰, دوشنبهطالبانو د یکشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د دسمبر ۲۹) یو ځل بیا په افغانستان کې له ټولو غیردولتي سازمانونو یا انجوګانو وغوښتل چې د ښځينه کارکوونکو له استخدام کولو ډډه وکړي.
د طالبانو د اقتصاد وزارت په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی، که هر غیر دولتی سازمان له دې امره سرکښي کوي، فعالیت به ېې وځنډول او د کار جواز به ېې لغوه شي.
طالبان په ۲۰۲۱ کال کې بیا پر افغانستان حاکم شول چې حکومت ېې تر اوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی. طالبانو په دغه موده کې پر افغان مېرمنو د کار او تعلیم په ګډون په ډېرو برخو کې محدودیتونه لګولي دي.
د افغانستان په شمال کې د یو غیردولتي سازمان یوې کارکوونکې د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل که څه هم د دوی د دفتر کارونه لا هم په نورماله توګه ادامه لري، خو داسې ګنګوسې دي چې طالبان ېې دفتر تړي: «کله چې په جلسه کې د دفتر د احتمالی بندېدو خبر واورول شو، ټولې همکارانې مې هک پک حېرانې شوې او له سترګو ېې اوښکې توې کړې.»
هغه وايي: «نن ورځ د افغانستان د اکثرو کورنیو مالي ملاتړکونکې ښځې دي... که چېرته موسسې بندې شي نو ټول افغانستان به له لوږې سره مخ شي.» هغې زیاته کړه کله چې دوی د ښځو په تړاو یو نوی خبر اوروي ډاريږي، که چېرته له کاره منع شوې نو د کور مشکلات به ېې څنګه کيږي.
د دغې افغان مېرمن په وینا د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو په هکله د پرله پسې محدودیتونو اعلانونو، ښځې له رواني ستونزو سره مخ کړي: «ښځې تل په دې اندېښنه کې وي چې حکومت به بیا څه ډول مکتوب استوي، څه قانون به وضع کوي.» هغې وويل چې دغه وضعیت په تېره د هغې په څېر هغو افغان مېرمنو ته سخت تمامیږي چې د کورونیو نفقه پیدا کوونکي دي.
هغې دا هم وویل چې د بیکارۍ او فقر له کبله حتی ځينې کورنۍ خپلې لوڼې په کم عمر کې مېړه ته ورکوي او یا ېې له اجباري ودونو سره مخ کوي. هغې د طالبانو د امر بالمعروف قانون ته په اشارې چې په یوه برخه کې د ښځو غږ محرم ګڼل شوی وويل: «که اوس یوه ښځه د کور سودا له پاره ښار ته ځي [د طالبانو له وېرې] دوکاندار سره په اشاره خبرې کوي.»
د طالبانو مشر ملا هبت الله آخوندزاده په خپل تر ټولو نوي فرمان کې د کورونو د کوټو پر کړکیو تمرکز کړی چې باید ښځې ورڅخه د ګاونډي له کوره ونه لیدل شي که لیدل کيږی باید د انسان د قد په اندازه دیوال یا بله مانع ورته ودرول شي.
طالبانو چې د مخه ېې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او همدارنګه پوهنتونونو ته پر تلو ممنوعیت اعلان کړی، په وروستیو کې ېې د طبي انستیتوت ښځينه محصلینې چې لا ېې د تحصیل اجازه درولوده، هم له تحصیله منع کړې.
طالبانو د خپلې څه باندې درې کلنه واکمنۍ کې تر اوسه د ښځو د حقونو په تړاو نړېوالو فشارونو سره سره هم نيغ په نیغه مقابله کړې. دوی نه یوازې له خپلو سیاستونو نه دي په شا شوي، بلکې هغه ېې لاپسې سخت کړي دي.
ورته نور:د ملګرو ملتونو استازي په انجوګانو کې د ښځينه کارکونکو د ممانعت پر موضوع له طالبانو سره کتلي
طالبانو په ۲۰۲۲م کال کې په غیردولتي موسساتو کې د افغان مېرمنو پر کار د بندیز اعلان وکړ چې د هېواد دننه او بهر ېې غبرګونونه راوپارول. هغه مهال د امریکا متحده ایالاتو ژاردافیرې، کرین دیکر، وويل: «طالبان څنګه د ښځو او ماشومانو د لوږې د مخنیوي اراده لري، په داسې حال کې چې ښځې نور اجازه نه لري چې نورو ښځو او ماشومانو ته مرستې وویشي.» د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد ېې په ځواب کې ويلي وو چې «امریکايي چارواکي باید زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.»
افغان مېرمنو هم د طالبانو د سختو سیاستونو پر ضد په کابل او بهر کې اعتراضونه کړي، خو ظاهرا ېې داسې کومې ښکاره ګټې نه دې درلودلي چې له کبله ېې طالبان په خپلو سیاستونو کې مثبت بدلون راولي. په دې لړ کې د طالبانو له لورې د ډېرو افغان معترضو ښځو د نیولو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.
د ښځو د حقونو فعاله او د بلخ د ولايتي شورا پخوانۍ غړۍ، فرهنګیس سوګند، چې اوس په آلمان کې ده بیا وايي چې د افغان مېرمنو مدني فعالیتونو تر یو حده مثبتې پایلې لرلي دي: «له دغو مثبتو پایلو یوه ېې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژندل دی. نړېوالې ټولنې او اروپايي ټولنې د طالبانو حکومت ته مشروعیت نه دی ورکړی.» مېرمن سوګند زیاتوي دغه راز د افغان فعالو مېرمنو د هڅو په نتیجه کې يو شمېر هېوادونو پر طالبانو تحریمونه وضع کړي او افغانستان سره ېې بشري مرستې د طالبانو لخوا د ښځو او بشري حقونو رعایت پورې تړلې دي.»
خو طالب چارواکي وايی چې دغه نجونو د تعلیم په هکله اعلان شوي محدودیتونه «موقتي» دي چې د مناسبو شرایطو په برابرولو سره به لرې کړل شي، خو تر اوسه ېې د کوم مثبت عملي اقدام نښې نښانې نه دي لیدل شوي. طالبان همدارنګه وايي ښځې هم په بشپړه توګه له کارونو نه دي منع کړل شوي او پر نژدې ۹زره ښځو ېې د کارونو جوازونه وېشلي او ډېرې افغان ښځې پر کارونو مصروفې دي. طالبان په افغانستان کې تبعیضی چلند ردوی او وايي چې له هېچ چا سره تبعیض نه کیږي.