اوکراين: د بریدونو له کبله په ډېرو سيمو کې بريښنا پرې شوې
۱۴۰۳ دی ۲۶, چهارشنبهد اوکراين د بريښنا د انتقال ملي شبکې « Ukrenergo» د روسیې د بريدونو په نتیجه کې چې «پراخ» بريدونه بلل شوي دي، په ډېرو سيمو کې په بيړني توګه د بريښنا د پرې کولو اعلان کړی دی.
د خارکيف، سومي، پوتلاوا، زاپوريژيا، دنيپروپتروفسک او کيروهوراد سيمې اغیزمنې شوي دي.
په يوه جلا اعلاميه کې د اوکراین د انرژۍ وزير هیرمن هالوشينکو، وويل چې په هېواد کې د انرژۍ د انتقال «وقايوي اقدامات» پر لاره اچول شوي دي.
تر دې دمخه سهار مهال چارواکو په ټول هېواد کې د خطر زنګ غږولی وو څو د روسیې د کروز میزايل له بريدونو څخه خلکو ته خبرداری ورکړل شي.
د اوکراين هوايي ځواک د تليګرام له لارې دا هم ويلي و چې «يو شمير کروز میزايل» د پلازمينې کيف پر لور روان دي.
اړونده موضوع: پر خارکیف باندي د روسيې هوايي بريد
پر اوکراين باندې د روسیې په دې تقريباً درې کلنه جګړه کې روسيه په منظيم ډول د ژمي په میاشتو کې د اوکراين د انرژۍ زيربناوې په نخښه کوي.
خو د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، په دې ترڅ کې ويلي دي چې مسکو سه شنبه د شپې پر اوکراین تر ۴۰ ډېرو میزايلونه توغولي چې لږ تر لږه ۳۰ یې را اچول شوي دي.
نوموړي د تيلګرام په شبکه کې ليکلي: «د ژمي منځ دی او د روسیې هدف همداسې پر ځای پاتې دی: يعني زموږ د انرژۍ زيربناوې.»
رپوټ: آلمان اوکراین ته نور ۶۰ دفاعي میزایل ورکوي
د آلمان د خبري آژانس د رپوټ په حواله به آلمان ډېر ژر اوکراين ته نور رهبري شوي « IRIS-T» میزايل ورکړي.
د ۶۰ ميليونو ډالرو په ارزښت د ۶۰ میزايلو د ورکړې دا خبر کیف ته د آلمان د دفاع وزير بورس پېستوريوس، تر يوه سفر وروسته ورکړل شوی دی. دغه میزايل به د اوکراين له هوايي دفاع سره مرسته وکړي.
د فيبرورۍ پر ۲۳مه نيټه د آلمان د پارلماني ټاکنو ترمخه پېستوريوس، ژمنه وکړه چې که د ټاکنو نتيجه هر څه وي، له کيف څخه به د برلين ملاتړ ادامه ولري.
اړونده موضوع: شولڅ کیف ته تللی او د اضافي پوځي مرستو اعلان يې کړی
د آلمان د دفاع وزير وویل چې دی تمه لري آلمان به د ټاکنو تر مخه له اوکراين سره نوره څو ميليارډ ډالري مرسته هم وکرای شي خو دا چاره به د ۲۰۲۵م کال له پاره د يوې ثابتې بودجې په نه شتون کې ستونزمنه وي.
په مني کې د بودجې په سر لانجې د دې باعث شوې چې د صدراعظم اولاف شولڅ، ائتلافي حکومت وپاشل شي او له وخته مخکې ټاکنو ته لاره هواره شي.