1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ کیف ته تللی او د اضافي پوځي مرستو اعلان يې کړی

محمد کریم صالح | د آلمان خبري آژانس، رويټرز، فرانس پریس
۱۴۰۳ آذر ۱۲, دوشنبه

اولاف شولڅ د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره د خبرو له پاره کیف ته رسېدلی. شولڅ له اوکراین سره د ۶۵۰ میلیونو یورو په ارزښت د اضافي پوځي مرستو اعلان وکړ. زيلنسکي په یوه مرکه کې پر ديپلوماتيکې حل لارې ټینګار کړی.

https://p.dw.com/p/4ndSD
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د اوکراین پلازمینې کیف ښار د اورګاډو په تمځای ته د رسېدو پر مهال
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د دوشنبې په ورځ د دسمبر ۲مه په یو ځانګړي اورګاډي کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره د خبرو له پاره کیف ته رسېدلیانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

دا په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې کیف ته د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ لومړی سفر دی. د هغه دغه سفر د امنيتي دلایلو له مخې دمخه اعلان شوی نه وو.

د آلمان خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د آلمان صدراعظم کیف ته له رسېدلو سره سم، له اوکراین سره د پوځي مرستو اعلان وکړ. هغه وویل چې هيواد به ېې د روسيې پر وړاندې د اوکراین د دفاع په خاطر، اوکراین ته د ۶۵۰ ميلیونو یورو په ارزښت اضافي وسلي انتقال کړي.

د آلمان صدراعظم په خپله هم د دغو مرستو خبره کړې ده. د فرانسې خبري آژانس د هغه له قوله ليکي دي: «له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره په کتنه کې به زه د ۶۵۰ ميلیونو یورو په ارزښت د اضافي پوځي تجهیزاتو د مرستې اعلان وکړم، چې په دسمبر کې به انتقال شي.»

شولڅ زیاته کړې ده: «زه غواړم دلته دا واضح کړم چې آلمان به په اروپا کې د اوکراین د یو قوي ملاتړکونکي په توګه پاته وي.»

د آلمان صدراعظم پر اکس شبکه ليکلي دي: «ما نن شپه کیف ته سفر وکړ: په اورګاډي کې په داسې یو هيواد کې چې د څه باندې زرو ورځو راهيسي د روسيې د یرغليزې جګړې پر وړاندې د ځان دفاع کوي.»

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د دسمبر په دوهمه شپه مهال په یو ځانګړي اورګاډي کې کیف ته ولاړ
کیف ته د آلمان د صدراعظم سفر د امنيتي دلایلو له مخې د مخه نه وو اعلان شویانځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

هغه په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې «اوکراین د روسيې د بې رحمه یرغل پر وړاندې په مېړانه د ځان دفاع کړې ده.»

د آلمان خبري آژانس هم په خپل رپوټ کې ويلي دي چې شولڅ کیف ته دغه سفر په يو ځانګړي اورګاډي کې کړی.

د آلمان عامه تلویزیون، ZDF، هم د دوشنبې په ورځ کیف ته د شولڅ د رسيدو او یادو مرستو خبر ورکړی او زیاته ېې کړه چې دا په نژدې درو کلونو کې کیف ته د هغه دوهم سفر دی.

د رويټرز د رپوټ پر اساس، په داسې حال کې چې د اوکراین او روسيې په هکله د امریکا د منتخب ولسمشر دونالد ترمپ په سیاست کې یو لړ ابهامات موجود دي، آلمان هڅه کوي چې اوکراین ته د ملاتړ ډاډ ورکړي.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولوديمیر زیلنسکي، کیودو خبري آژانس ته په جګړه کې د شمالي کوریا د عسکرو د وژل کېدو خبره کړې ده. هغه ویلي دي چې دغه عسکر د روسيې په غربي علاقه کې د جګړې له پاره ګمارل شوي ول چې د محاربې پر مهال وژل شوي دي.

هغه په دغه مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوې، ويلي دي چې اوکراین باید یوه ديپلوماتيکه حل لاره پیدا کړي تر څو خپلې ځينې اشغال شوې سېمې بېرته ترلاسه کړي.

د کيودو د رپوټ مطابق، زیلنسکي زیاته کړې ده چې ترمپ او ټيم يې د اوکراین د «بريا پلان» مطالعه کوي او تمه ده چې له هغوی سره به «پر ځانګړو مسائیلو تفصیلي» خبرې وشي.

(dpa, Reuters, AFP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب