د سویلي کوریا پر ولسمشر له هیواده وتلو بندیز لګول شوی
۱۴۰۳ آذر ۱۹, دوشنبهد یونهاپ خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د سویلي کوریا پولیس د ولسمشر یون سوک یول، د بهرني سفر د بندیز عملي کولو د ارزونې په حال کې دي.
د دې اقدام دلیل دولسمشر له خوا د پوځي حکومت د اعلانولو په هکله د روانو تحقیقاتو دوام ښودل شوی دی.
ویل کیږي چې دې قضیې ته د رسیدګۍ په خاطر یو ځانګړی ۱۵۰ کسیز ټیم ګمارل شوی دی.
د یکشنبې (د دسمبر میاشتې ۸ نیټه) په ورځ د سویلي کوریا لوی څارنوالۍ پخوانی د دفاع وزیر کیم یونګ-هیون چې ولسمشر ته د پوځي حکومت اعلانولو په وړاندیز کولو تورن دی، نیولی دی.
کیم یونګ- هیون په دې تورن دی چې پارلمان ته یې د ځواکونو استولو امر ورکړی دی. همدارنګه د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر سانګ مین، چې ولسمشر ته د نزدې کسانو له ډلې څخه دی، له خپلې دندې استعفا کړې ده.
د پوځي حکومت اعلانول چې له ۴۰ ډیرو کلونو راهیسې په جنوبي کوریا کې نه و رامنځته شوی، په هیواد کې دننه او همدا رنګه د سویلي کوریا د دیپلوماتیکو شریکانو د هغو له ډلې د امریکا متحده ایالاتو او جاپان له خوا له شدیدو انتقادونو سره مخامخ شوی دی.
دغه اقدام د دې سبب شو چې ځانګړي نظامي ځواکونه د پارلمان ودانۍ محاصره کړي او پوځي چورلکې یې پر فضا پروازونه وکړي.
د «خلکو ځواک» واکمن ګوند اعلان کړی دی چې په بیړنۍ توګه له واک څخه د یون سوک یول، د لیري کولو له پاره د یوه منظم بهیر رامنځته کولو په هڅه کې دی.
سره له دې هم مخالف ګوندونه ټینګار کوي چې یون باید د «شورش او کودتا» اړوندو تورونو ته ځواب ووایي او په عاجل ډول ونیول شي.