جنوبي کوريا: اپوزيسيون د ولسمشر د استيضاح طرحه وړاندې کړې
۱۴۰۳ آذر ۱۴, چهارشنبهپه جنوبي کوريا کې د اپوزيسيون شپږ ګوندونو د چهار شنبې په ورځ يوه مصوبه وړاندې کړې، څو ولسمشر يون سوک يول، په هېواد کې د مارشل لا يا پوځي حکومت د اعلانولو د پريکړي له کبله استيضاح شي.
یون سوک يول، د سې شنبې په ماښام د يوې تلویزيوني وينا په ترڅ کې په هيواد کې پوځي حکومت اعلان کړ او تور یې ولګاوه چې «دولت ضد» عناصر د هغه د حکومت په لاره کې خنډونه جوړوي او دا چې له شمالي کوريا سره خواخوږي لري.
خو نوموړی څو ساعته وروسته هغه وخت له پريکړې پرشا شو چې د اپوزيسيون د پارلمان غړي له پوليسو او پوځيانو سره تر لاس او ګريوان کیدو وروسته ملي پارلمان ته په ننوتلو وتوانيدل او د رايو په اکثريت سره یې د هغه دغه پريکړه رد کړه.
مارشل لا يا د جګړې د وخت قوانين په رسمي توګه د سيمې پر وخت د سهار پر څلور نيمو بجو د کابينې د يوې غونډې په ترڅ کې بیرته لغوه شول، خو سهار موده بيا د ولسمشر يول، د استعفا غوښتنې زور واخيست.
اپوزيسيون څه وويل؟
د اپوزيسيون د شپږو ګوندونو استازو چې ستر ګوند يعني ديموکراتيګ ګوند هم پکې شامل دی، په ژوندۍ بڼه نشريدونکې مطبوعاتي غونډه کې وويل: «موږ په بيړه چمتو کړل شوې د استيضاح مصوبه وړاندې کړې ده.»
زياته شوې چې په دې اړه به رايه اچونه ښايي د جمعې په ورځ ترسره شي.
دیموکراتیک ګوند دا هم وويل، په پام کې ده چې د يون سوک يول، هغه د وزيرانو او «مهمو پوځي او د پوليسو ښکيلو کسانو پر وړاندې «د بغاوت تورونه» هم ولګول شي لکه د پوځي حکومت پر قوماندان او د پوليسو پر مشر.»
د يون سوک يول، د خپل خلکو د ځواک ګوند (پي پي پي) مشر هم له ګوند څخه د نوموړي د ايستلو او د دفاع د وزير په ګډون د ټولې کابينې د استعفا غوښتنه کړې ده.
د پارلمان د چارواکو په حواله د برحاله حکومتي ګوند ۱۸ غړي د پارلمان په هغه ۱۹۰ کسانو کې شامل ول چې بيګا شپه یې د پوځي حکومت د جوړولو د پريکړې په مخالفت کې خپله رايه کارولې وه.
يون سوک یول، تر اوسه نه دی راڅرګند شوی او خپل دريځ یې نه دی روښانه کړی، خو د چوسون البو په نوم يوې سيمه ایزې ورځپانې د نوموړي د ګوند د سرچينو په حواله ويلي دي چې د هغه مشاورينو او سيکترانو ولسمشر ته د ګوښه کيدو مشوره ورکړې ده.
له هېواده دباندې غبرګونونه څه ول؟
د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن، د پوځي حکومت د اعلان د پريکړې د لغوه کولو هرکلی کړی دی او ويلي یې دي چې دی تمه لري چې «د نظر سياسي اختلافات په سوله ایزه توګه او د قانون تر حاکميت لاندې حل کړل شي.»
په جنوبي کوريا کې کابو ۳۰ زره امريکايي عسکر ميشت دي څو په اتومي وسلو سمبال ګاونډي شمالي کوريا پر وړاندي د دغه هيواد محافظت وکړي چې د سيول حکومت ورسره اوس هم په تخنيکي توګه په جګړه کې دی.
د جنوبي کوريا يونهاپ خبري آژانس د چهار شنبې په ورځ رپوت ورکړی دی چې سيول او واشنګټن دفاعي خبرې اترې او ګډ پوځي تمرينونه چې د روانې اونۍ له پاره پلان شوي ول، ځنډولي دي.
يونهاپ د ديپلوماتيکي سرچينو له قوله خبر ورکړی دی چې د سويډن لومړي وزير اولف کرسترسون، هم جنوبي کوريا ته خپل پلان شوی سفر ځندولی دی.
د بازارونو غبرګون څه وو؟
په دې منځ کې د جنوبي کوريا د مالیې وزارت د شپې له خوا د ترسره شوې سياسي ډرامې له کبله د رسېدلي اقتصادي زيان سره په مبارزه بوخت دی چې د ډالر په مقابل کې د وون [جنوبي کوريا پولي واحد] د ټيټېدو شاهد وو.
د مالیې د وزير چوی سانګ – موک او کوريا د بانک مشر ري چانګ – يونګ، تر بیړنۍ ليدنې کتنې وروسته حکومت د يوې علامیې په خبرولو سره ټينګار وکړ: «ټول مالي، د بهرنيو اسعارو د تبادلې بازارونه او همدا راز د ونډو بازارونه به په نورماله توګه فعال وي.»
آيا پوځ به له کومو پايلو سره مخامخ شي؟
د جنوبي کوريا د پارلمان مشر پر پوځ او پوليسو پارلمان ته په داخليدو بندیز لګولی دی او ژمنه یې کړې ده چې پوځ به د مارشل لا يا جګړې د قوانينو د شپږو ساعتونو په موده کې د اوښتي هر ډول «فزيکي زيان او غير قانوني فعاليت» له پاره په «قانوني توګه مسئول» وبلل شي.
د جنوبي کوريا د نشرياتي ادارې ام بي سي، په حواله نوموړي ويلي دي چې کابو ۲۳۰ په وسله سمبال عسکر د څرخي الوتکو په واسطه د پارلمان ودانۍ ته په داخليدو توانیدلي ول.