1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: قرغیزستان کې مو نوم له منع شویو ډلو حذف شوی

۱۴۰۳ شهریور ۱۵, پنجشنبه

طالب چارواکي ادعا کوي چې قرغیزستان د دې ډلې نوم د منع کړای شویو ډلو له فهرست څخه ایستلی دی. د قرغیزستان حکومت تر اوسه پورې په دې هکله څه نه دي ويلي.

https://p.dw.com/p/4kJsF
د ۲۰۲۱م کال په اگست کې د ارگ تر نیولو وروسته طالبانو پرې خپل بیرغ زړولی دی
روسیې هم اعلان کړی دی چې غواړي طالبان د ترهګریزو ډلو له فهرست څخه وباسي، خو تر اوسه پورې یې په عمل کې دغه پریکړه نه هم نهایي او نه هم اعلان کړې ده.انځور: Balkis Press/ABACA/picture alliance

د طالبانود ادارې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي، په ایکس شبکه کې ویلي دي چې قرغیزستان د دې ډلې نوم د ممنوعه ډلو له فهرست څخه لیري کړی دی. بلخې په دې اعلامیه کې د قرغیزستان حکومت د دې اقدام ستاینه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د قرغیزستان دغه ګام د نړیوالې ټولنې له خوا په افغانستان کې د موجودو واقعیتونو د پيژندنې او درک پر زیاتیدو او له طالبانو سره تعامل ته د هیوادونو د لیوالتیا ډیریدو ښکاريندویې کوي.

د قرغیزستان حکومت او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه تر اوسه پورې خپل نظر نه دی څرګند کړی. نږدې دوې میاشتې مخکې رپوټ ورکړل شوی وو چې قرغیزستان هم طالبان د ترهګریزو ډلو له لیست څخه ایستلي دي.

روسیې هم اعلان کړی دی چې غواړي طالبان د ترهګریزو ډلو له فهرست څخه وباسي، خو تر اوسه پورې یې په عمل کې دغه پریکړه نه هم نهایي او نه هم اعلان کړې ده.

که څه هم تر اوسه پورې هیڅ کوم هیواد د طالبانو اداره د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه ده پيژندلې، خو یو شمیر د سیمې او افغانستان ګاونډیو هیوادونو د دغې ډلې له ادارې سره خپل دیپلوماتیک او تجارتي تعاملات زیات کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د تاشکند کنفرانس؛ آیا نړۍ به طالبان په رسمیت وپیژني؟