«روسه پر طالبانو د بنديزونو ليرل کول ارزوي»
۱۴۰۳ تیر ۱۲, سهشنبهپه ملګرو ملتونو کي د روسيې سفير واسيلي نیبنزیا، د دوشنبې په ورځ وویل چي طالبان «بالفعل» په افغانستان کي واک په لاس کي لري. هغوی به متوقف نسي «او موږ مدام وایو چي دغه حقیقت بايد و پيژنو(...) دا بې تفاوته ده چي موږ یې غواړو که نه، دغه تحریک اوس پر افغانستان حکومت کوي.» سړی نسي کولای دا حقیقت له پامه وغورځوي.
نيبنزيا زياته کړه: دا چي روسیه د بندیزونو په لیري کولو کي تر کومه حده مخته تللې «زه نه سم کولای تاسو ته يې په هکله دقیق جواب درکړم، خو د هغه په اړه مي بحثونه اورېدلي دي.» هغه، په دې هکله نور جزیات ور نه کړل.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال په دوبي کي د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته یو وار بیا په افغانستان کی واک ترلاسه او اسلامي امارت یې اعلان کړ. د هغوی اداره تر اوسه پوري د نړۍ يوه هیواد او یا سازمان په رسمیت نه ده پېژندلې. دغه هیواد د نړیوالو له خوا منزوي او بندیزونه ورباندي وضع سوي دي.
په دوحه کي د افغانستان په هکله غونډه کي د ملگرو ملتونو یوې استازې وویل چي له طالبانو وغوښتل سول ترڅو ښځي د عمومي ژوندانه په ټولو برخو کي شاملي کړي.
په دوحه کي د یکشنبې په ورځ د راتلونکي گډ کار په هکله د طالبانو ادارې او ملگرو ملتونو د استازو ترمنځ دوې ورځنۍ غونډه جوړه سوې وه. په دغه غونډه کي د مدني ټولنو استازو ته بلنه نه ول ورکړل سوې او په پلان کي ده چي نن د سې شنبې په ورځ د ملگرو ملتو له استازو سره وگوري.
دغه دوه ورځنۍ غونډه چي قطر یې کوربه توب کړی، د یوه کال په ترڅ کي په خپل ډول کي دریمه غونډه ده. خو بیا هم دا اول ځل وو چي د طالبانو استازو پکښي گډون درلود.
GP/NZ/AG