د طالبانو سفیر په رسمي ډول په ازبکستان کي په کار پیل وکړ
۱۴۰۳ مهر ۳, سهشنبهد طالبانو ادارې د بهرینو چارو وزارت نن سې شنبه (۲۰۲۴م کال د سپتمبر۲۴) ویلي دي چي په ازبکستان کي د دغې ډلې له خوا گومارل سوي سفیر عبدالغفار بحر په رسمي ډول خپله دنده پیل کړې ده.
د طالبانو ادارې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیاء احمد تکل، د یوه صوتي پیغام د استولو له لارې رسنیو ته ویلي دي چي د دغې ډلې له خوا گومارل سوی سفیر تاشکند ته رسیدلی او د افغانستان د سفارت مسؤلیت یې پر غاړه اخیستی او د سفارت له ډیپلوماټانو سره یې لیدنه کتنه کړې ده.
د طالبانو له واکمنۍ راهیسي د ازبکستان په گډون د افغانستان ځینو گاونډیو هیوادونو له طالبانو سره نیژدې اړیکي رامنځته کړي دي. دغه هیواد په څو سترو اقتصادي پروژو کی پانگونه کړې ده.
څه وخت دمخه د ازبکستان لومړي وزير، کابل ته د خپل سفر په ترڅ کي د طالبانو ادارې له چارواکو سره لیدنه کتنه او خبري کړي دي. واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسي، نوموړی د یوه گاونډي هیواد تر ټولو لوړرتبه چارواکی وو چي کابل ته یې سفر وکړ.
که څه هم په افغانستان کي یو وار بیا واک ته د طالبانو تر رسیدو درې کاله وروسته، هیڅ يوه هیواد دغه ډله په رسمیت نه ده پیژندلې، خو ځینو هیوادونو لکه ایران، چین او متحدو عربي اماراتو د دغې ډلې له خوا گومار سوي سفیران منلي او د افغانستان سفارتونه یې هغوی ته سپارلي دي. طالبان ادعا کوي چي په نړۍ کي ۳۹ سفارتونه او قونسلگرۍ تر خپل کنترول لاندي لري.
GP/NZ/Ebrahimkhil, Shakila