د سواد نړېواله ورځ؛ افغانستان کې د سواد کچه مخ په ځوړ ده؟
۱۴۰۲ شهریور ۱۷, جمعهد یونسکو د مالوماتو له مخې، سره له دې چې افغانستان کې له ۲۰۱۱ میلادي کال څخه وروسته تر ۲۰۱۸ میلادي کال پورې د سواد کچه له ۳۲ سلنې څخه ۴۳ سلنې ته لوړه شوې وه، خو دا هېواد لاهم د سواد له اړخه د نړۍ وروسته پاتې هېواد ګڼل کیږي.
د شمېرو پر بنسټ، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په نړۍ کې د سواد منځنۍ کچه ۸۶،۳ سلنه وه په داسې حال کې چې دا مهال افغانستان کې د سواد کچه ۳۷،۳ سلنه وه، یانې له هماغه کاله د سواد له اړخه له نړۍ شاوخوا ۵۰ سلنه شاته پاتې دی.
لیکوال او څېړونکي خوشال روهي دویچه ویله ته وویل: «له بده مرغه په همدې حساب افغانستان تر چاد، جنوبي سوډان، نایجر او مالي وروسته د نړۍ د کم سواده هېوادونو په کتار کې پنځم ځای درلود.»
ښاغلی روهي زیاتوي چې د سواد له اړخه افغان میرمنې په خورا ناوړه وضعیت کې دي، ځکه پروینا یې په نړۍ کې د ښځو د سواد منځنۍ کچه ۸۲،۷ سلنه ده، خو افغانستان کې بیا دا کچه ۲۲،۶ سلنه ده، په دې مانا چې افغان میرمنې په سواد زده کړه کې له نړۍ ۶۰ سلنه وروسته پاتې دي.
روهي وویل: «په دې برخه کې نو بیا له بده مرغه افغانستان د ښځو د کم سواد له اړخه تر چاد وروسته دویم مقام لري.»
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د همدې ۲۰۲۱ میلادي په اګست کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره سم دې ډلې تر شپږم ټولګي پورته دنجونې ښوونځېوتړل او په ۲۰۲۲ میلادي کال کې یې د پوهنتونونو دروازې هم د افغان میرمنو پرمخ وتړلې.
د ښځو له تعلیم سره د دښمنۍ او جګړې اعلان
خوشال روهي وویل: «زمونږ تمه دا وه چې د جګړې پای ته رسېدو سره سم به نوي واکمنان له بې سوادی سره جهاد اعلان کړي او په هغو سیمو کې چې کلونه ښوونځي نه ول یا تړلي ول هلته به انقلابي کار پيل کړي، د تعلیم برخه کې به ځانګړې پاملرنه وکړي، خو متاسفانه مونږ ګورو چې کیسه برعکس ده، له بده مرغه چې نوي حکومت له عصري علومو سره یو ډول مخالفت راواخیست په ځانګړې توګه د ښځو له تعلیم سره یې دښمني او جګړه اعلان کړه.»
روهي چې څه موده وړاندې یې د ښځو د زده کړو لپاره د یو سرتاسري کمپاین مشري کوله، اندېښنه وښوده چې که د ښځو زده کړو په برخه کې روان سیاست دوام ومومي، افغانستان به د لوږې او بحرانونو له یوه نوي کړکیچ سره مخامخ شي.
اړوند مطالب:لوېديځو هیوادونو د افغان ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونو دروازې تړل غندلي دي
کتونکي وايي، جګړو، بې وزلۍ او نورو بحرانونو افغانستان کې ښوونیزو بنسټونو ته خورا زیان اړولی، خو په ښوونیز ډګر کې ددغو ویجاړیو د رغاولو لپاره رغنده کار نه دی شوی او لاهم نه کیږي.
د طالبانو د پوهنې وزارت وروستیو دوو کلونو کې د سواد زده کړې د مرکزونو کره شمېرې نه دي خپرې کړي، خو ددغه وزارت په وبپاڼه د ۱۴۰۰ لمریز کال شمېرې ښيي چې په دغه کال کې د ټول افغانستان په کچه د لیک لوست زده کړې شاوخوا ۶۸۰ مرکزونه فعال ول.
د یونسکو سازمان د سږ کال د سواد نړېوالې ورځې لپاره «بدلېدونکې نړۍ کې سواد زده کړې ته وده ورکول او د سوله ییزو ټولنو بنسټ اېښودل» د شعار په توګه غوره کړی.
ددغه سازمان د کابل دفتر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: موږ سواد ته اړتیا لرو چې، انتقادي او نوښتګر فکر وکړو، په ټولنه کې بشپړ ګډون ولرو ، نړۍ په ښه توګه درک کړو.»
د نړۍ هېوادونه داسې مهال د سواد زده کړې نړېواله ورځ لمانځي چې د یونسکو د مالوماتو له مخې لاهم په نړۍ کې شاوخوا ۷۸۱ میلیونه وګړي سواد نه لري.
د همدغه سازمان د شمېرو پر بنسټ، په نړېواله کچه د لویانو له ډلې ۶۳ سلنه یې ښځې دي چې د لومړني سواد او حساب له مهارته بې برخې دي.