د ښوونځيو تړل کېدو په دیني مدرسو کي د نجونو کچه لوړه کړې ده
۱۴۰۱ بهمن ۲۸, جمعهکه څه هم له یوې خوا د پوهنتون او ښوونځي دروازې د نجونو پرمخ تړل سوي دي، خو دیني مدرسو ته بیا د نجونو پر ورتګ هیڅ بندیز نه سته.
په مدرسو کي یوازي دیني مضامین تدریسیږي. طالبان وايي، په دې اړه څېړنه کوي چي په دیني مدرسو کي د عصري مضمونو تدریس ته هم زمینه چمتو کړي.
کندهار چي د طالبانو پاڅونځای دی، په یوه دیني مدرسه کي ځواني نجوني په ډېر ځیرکۍ اسلامي متون مطالعه کوي، له دې سره همهاله په سپېکر کي د یو ملا ږغ هم اورېدل کېږي.
د تعلیم الاسلام مدرسې زده کوونکي د لپ ټاپ ټولګي له لاري خپلي پوښتني په برېښنا لیک کي ملا ته لیږي، ځکه طالبان له شریعت څخه داسي اخیسته کوي چي نارینه ملا دي د ښځینه زده کوونکو ږغ نه اوري.
داعجیبه خبره ده چي په ډمسبر میاشت کي د مدرسې چارواکو رویټرز ته اجازه ورکړه چي په دې اړه راپور چمتو کړي. د پروسږکال په پرتله په کندهار ښارکي د دغې مدرسې د زده کوونکو شمېر تر دوه چنده لوړ سوی یعني ۴۰۰ ته رسېدلی دی. د زده کوونکو شمېر له هغه وروسته ډېر سو چي لېسې او پوهنتونونه د نجونو او ښځو پر مخ وتړل سول.
د رویترز د راپور پر بنسټ له دې وروسته د افغانستان په مدرسو کي د ښځینه زده کوونکو شمېر مخ پر لوړه روان دی.
اړونده موضوع:افغان نجونو ته د آنلاين زده کړو شرايط برابر دي؟
رویترز په کابل او کندهار کي د څلورو مدرسو له ۳۰ زده کوونکو، د هغوی له مور او پلار،ښوونکو، کارمندانو سربېره د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کي له مرکو وروسته یاده پایله ترلاسه کړې ده.
منصور مسلم، چي د کابل په شمال کي د یوې دیني مدرسې مهتمم دی وایي، د ښوونځیو د تړلو له امله ۴۰ سلنه شاګردان ډېر سوي دي هغه زیاتوي: «موږ اوس ۱۵۰زده کوونکي لرو.» د مدرسې اکثره زده کوونکي ځواني نجوني دي.
۱۷ کلنه مرسل دیادي مدرسې یوه زده کوونکې ده، دا درې میاشتي ترمخه دلته شامله سوې ده، نوموړې وايي، له دیني زده کړو څخه خوشحاله ده، خو د دې ځای چاپيریال یې نه دی خوښ.
مرسل وايي: «زه غواړمه خپلي زده کړي پای ته ورسومه.» د دې کورنۍ په ټینګار سره غوښتل چي د دغي ځواني نجلۍ نوم دي نه خپریږي.
نوموړې زیاتوي: «ما غوښتله چي په راتلونکې کي ډاکټره سمه، خو اوس داسي انګېرم چي دا کار هیڅ امکان نه لري، که چیري په مدرسه کي درس ووايي، یوازي به ښوونکې سې.»
طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم د واک پر ګدۍ کښېناستل، طالبانو اعلان وکړ، موخه يې د شرعي قوانینو په رڼا کي د یوې اسلامي ټولني جوړول دي.
د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین رویترز ته وویل، حکومت يې په لېسو او پوهنتون کي د نجونو او مېرمنو له زده کړو سره ستونزه نه لري، خو مخکي له مخکي باید په دې لار کي خنډونه له منځه یوړل سي. طالبانو څو واري دا خبره کړې ده، خو تراوسه لا د نجونو لېسې تړلي دي.
نوموړي په تحصیلي بنسټونو کي د نجونو او هلکانو ګډي زده کړي، د اسلامي حجاب نه مراعتول او له نجونو سره د محرم نه شتون د ستونزو د یوې بېلګي په ډول یاد کړل.
قانع وايي: «موږ شل کاله د خپلي ایډیولوژۍ او ارزښتونو له پاره مبارزه کړې ده.» هغه زیاته کړه: «موږ له لوړو زده کړو سره مخالف نه یوو، یوازي دا غواړو چي حکمونه مراعت او د افغانانو د کلتور، دودونو او ارزښتونو په پام کي ونیول سره لوړي عصري زده کړي ولرو، ټولنه دغسي زده کړو ته اړتیا لري.»
قانع وايي، د هر عمر نجونو ته د مدرسې دروازې پرانیستي دي. نوموړی زیاتوي، یوه حکومتي کمېټه په دې هڅه کي ده چي په دیني مدرسو کي عصري مضامین هم په څنګ کي ور زیات کړي. ده د یادي کمېټې د کارونو د څرنګوالي په اړه نور معلومات وړاندي نه کړل.
لوېدیځ او د طالبانو حکومت د نجونو پر لوړو زده کړو سره مخالف دي، همدا سبب دی چي تراوسه هیڅ باندني هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د واشنګټن له پاره د ښځو حقونه سره کرښه ده چي تل يې د مالي سرچینو او نورو چارو د عادي کولو له پاره غوښتنه کوي.
اړونده موضوع:آلمان غواړي افغان نجونو ته په بهر کې د لوړو زړه کړو زمينه برابره کړي
که څه هم د امریکا متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزارت دیني مدرسو ته د نجونو د تګ په اړه په مستقیم ډول نظر ورنه کړ، خو د دغه وزارت یو ویاند ښوونځي ته د نجونو د محدودیتونو په اړه وايي، زده کړه یو بشري حق دی، چي په نړيواله سطحه په رسمیت پېژندل کېږي او د افغانستان د اقتصادي ودي له پاره یوه حیاتي بڼه لري.
«له خواشینۍ څه خلاصون»
له هغو کسانو سره چي رویترز مرکې کړې ویلي يې دي چي په دیني مدرسو کي ځکه د ځوانو نجونو شمیر ډېر سوی دی، چي دوی د زده کړي ترڅنګ په دې پلمه غواړي له کوره راووځي او خپلي دوستاني وپالي.
خو د دې نجونو له ډلي څخه بیا ځیني وايي، دغه مدرسې چي قرانکریم او اسلامي زده کړو ته ځانګړي سوي دي، له دوی سره مرسته کوي چي خپلو موخو ته ورسیږي.
په افغانستان کي له پېړيو راهیسي په مدرسو کي دیني زده کړي کېږي، خو عصري زده کړي لکه طب، حقوق، انجنیري، خبریالي او نوري... ښوونځي او پوهنتون ته اړتیا لري، خو اوس یوازي هلکان کولای سي هلته زده کړي وکړي.
د منصور مسلم په مدرسه کي مهتاب یو ۱۵کلنه زده کوونکې ده هغه وایی: «ما په دې مدرسه کي نوملیکنه کړې ده، ځکه زه نه سم کولای چي په کور کي زده کړي وکړم، زموږ ښوونځی تړلی دی، په دې خاطر زه راغلې یمه چي قرانکریم زده کړمه.» دا زیاتوي: «ما غوښتله انجینره سمه، خو اوس نه سمه کولای چي خپلو هیلو ته ورسیږمه.»
په فراه ولایت کي مرضیه نورزۍ د ښځو د حقونو یوه ۴۰ کلنه فعاله ده. دا وايي چي د نژدې دوستانو دوې لوڼي يې پروسږکال له منځني ښوونځي فارغي سوې اوس د زده کړو له پاره یوې سیمه ایز مدرسې ته ځي: «د دې پرځای چي ساعت يې تېر سي، په پرېشانۍ او خواشینۍ اخته سوي دي.»
یوشمېر افغان ښوونکي او زده کوونکي بیا وايي چي په ژوند کي اسلامي زده کړي ډېري اړیني دي، خو د عصري زده کړو هیله هم لري.
د طالبانو رسمي کارمند قانع وايي، په مخکني حکومت کي هم د دیني مدرسو شمېره لوړه وه او دغه لړۍ روانه او لابه دوام ولري، ځکه افغانستان اوس د طالبانو تر واک لاندی یو اسلامي حکومت لري، هغه د مدرسو په اړه د طالبانو د حکومت د پلانونو په اړه نور معلومات ورنه کړل.
د ۲۰۱۲م کال په جنورۍ میاشت کي مخکني حکومت ویلي ول، په ټول هیواد کي ۵۰۰۰ دیني مدرسې ثبت دي چي په دې کي شاوخوا ۳۸۰ زره زده کوونکي، چي ۵۵ زره يې ښځینه دي، په زده کړو بوخت دي.
مدرسه، وروستی انتخاب
د ډېرو نجونو او ښځو په ژوند کي بدلون راغلی دی، د طالبانو حکومت پروسږکال په مارچ میاشت کي نجوني له لېسو څخه راوګرځولې او په ډسمبرمیاشت کي يې له پوهنتونو څخه هم منع کړلې.
مدرسې یوله بله توپير لري، په ښارونو کي د سلهاوو شاګردانو څخه ډکي لويي مدرسې او تر کوچنیو مسجدونو پوري په کلیو کي د لږو شاګردانو ټولګي.
اړونده موضوع:د نجونو د زده کړو په اړه د طالب چارواکو ضد و نقیض دریځونه
په دغو مدرسو کي چي یوازي هلکان یا نجوني زده کړي پکښي کوي، له هره پلوه له یو او بل سره توپير لري لکه درسي ساعتونه، فېس، د ښوونکو سويي او نور.
په افغانستان کي د ډېرو کورنیو له پاره د مدرسو فېس ورکول ډېره ګرانه ځکه ده، چي د ملګرو ملتونو د سازمان په وینا د دغه هیواد ډېر خلک د فقر تر کرښي لاندي ژوند کوي، خو په ځینو کلیو کي بیا مدرسې زده کوونکو ته وړیا زده کړي ورکوي.
اشلي جکسون یو له هغو مدیرانو څخه دی چي پر وسله والو ډلو څېړنه کوي هغه د طالبانو په اړه وايي، مدرسې نه سي کولای چي د رسمي ښوونځیو ځای ونیسي، دا یواځینۍ لار ده، چي له زده کړو سره مینه والو نجونو او ښځو ته ور پاته ده.
د ده په خبره د طالبانو ملاتړي، رسمي ښوونځي پر افغانستان د نړيوالو یرغلګرو نخښي ګڼي او «د دولتي ښووني روزني په اړه بیخي بې باوره دي، په داسي حال کي چي اسلامي زده کړي هم د درسي نصاب یوه مهمه برخه ده.»
د طالبانو ټول غړي د نجونو پر وړاندي د لوړو زده کړو له بندیز سره همږغي نه دي، څلور لوړ پوړي چارواکي چي د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نومونه يې خپاره سي رویټریز ته ویلي دي چي دوی په ځانګړي ډول د نجونو د لېسو او لوړو زده کړو ملاتړ کوي.
د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوند په کندهار کي دی او ډېر لږ په عام محضر کي لېدل کیږي.
له نوموړي سره د ښځو د لوړو زده کړو د پوښتنو ځوابولو او په دې اړه د راپيدا سویو فشارونو په اړه ورتګ، مجلس او خبري اسان کار نه دی.
زموږ له آرشيف څخه: