سوریه: البشیر په سوریه کي د لنډمهاله حکومت مشري پرغاړه اخلي
۱۴۰۳ آذر ۲۰, سهشنبهد یاغیانو په اصلي مرکز ادلیب کي اوسنی حکومتي مشر د خپلو معلوماتو له مخې په سوریه کي د انتقالي حکومت چاري پر غاړه اخلي. محمد البشیر اعلان کړی دی چي هغه به د ۲۰۲۵م کال تر مارچ مياشتي پوري پر دغه دنده پاته وي.
عربي رسنیو د دوشنبه په ورځ خبر ورکړ چي په پلازمېنه دمشق کي له یوې لوړپوړې غونډې وروسته البشیر، ته د نوي حکومت د جوړولو دنده وسپارل سوه.
په دمشق کي اوس یوه بله مهمه غونډه هم رابلل کیږي چي پکښي د اسلامي ډلې هیئت تحریر اشام (HTS) مشر احمد حسين الشرع چي مخکې د ابو محمد الجولاني تر نامه لاندي راڅرگند سوی وو، او همدارنگه تر اوسه پورې حاکم حکومت وزیر هم پکښي گډون ولري.
د رپوټونو په حواله دواړې خواوي د آسانه انتقال په هڅه کي دي. البشیر د شمال لوېدیځ ولایت ادلیب څخه راځي چي دیاغیانو مرکز گڼل کیدی، له کومه ځایه چي د (HTS) اسلامې ډلې خپل بریدونه پیل کړل. د رپوټونو له مخې نوموړي سیاستوال د الکترونیکي انجینیرۍ او اسلامي قوانینو په برخه کي تحصیل کړی دی. نوموړی تر څلوېښت کلنۍ اوښتی دی.