سوريه:پوځي قاضي نيول شوی؛ هغه په زرونو کسان په مرګ محکوم کړي
۱۴۰۳ دی ۷, جمعهپه سوريه کې د بشري حقونو د څار ټولنې د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې د دغه هېواد نويو چارواکو يو پخوانی پوځي قاضي نيولی دی چې د پخواني ولسمشر بشار الاسد د حکومت په دوره کې په صيدنايا زندان کې قيد بندیانو ته به یې د مرګ جزاوې ورکولې.
د دغه ټولنې په حواله محمد کانجو حسين، په طرطوس ايالت کې چې د اسد د قبيلې پوخ سنګر بلل کیږي، نيول شوی دی. له نوموړي سره يې يوځای نور ۲۰ ملګري هم نيول شوي دي.
د څار ټولنې ويلي دي چې کانجو، په صيدنايا زندان کې بنديانو ته د مرګ په ګډون «زرونه» سزاوې اورولي او د هغه د پريکړو په عملي کولو سره په لسونو کسان اعدام شوي دي.
د صيدنايا زندان د زندانيانو او لادرکه کسانو ټولنې « ADMSP» يوه بنسټ ايښوونکي دياب سيريه، وويل چې کانجو حسين، د ۲۰۱۱م کال څخه تر ۲۰۱۴م کال پورې يعني د کورنۍ جګړې په لومړيو دريو کلونو کې، د سوریې د پوځي محکمې مشري کړې وه.
هغه وويل چې تر دې وروسته نوموړی بيا په ټوله سوريه کې د پوځي عدلیې د مشر په توګه غوره شوی وو. نوموړي وویل چې کانجو حسين، په داسې محاکمو کې چې يوازې لس دقيقې به یې دوام کاوه، «په زرونه کسان» د مرګ په سزا محکوم کړي دي.
اړونده موضوع:په سوريه کي ناآرامۍ؛ د "اسد پلویانو" ۱۴ پولیس وژلي دي
دغه ډله په دې آند ده چې کانجو حسين، د زندانيانو له خپلوانو څخه ۱۵۰ میليونه ډالر د رشوت په توګه هم اخيستې دي چې غوښتل به یې د خپلو کورنيو د غړيو په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د صيدنايا ډېر زندانيان اوس هم لادرکه دي
صيدنايا زندان د محاکمو پرته اعدامونو، شکنجې او د جبري لادرکه کولو مرکز بلل کيږي چې دمشق ته څېرمه پروت دی.
له دمشق څخه د ۳۵ کیلومترو په واټن کې پروت دا زندان د اسد رژيم له لوري پر مخالفینو یې د ترسره شویو ظلمونو ښکاروندي هم کوي.
د صيدنايا زندان د زندانيانو او لادرکه کسانو ټولنې د اټکلونو پر اساس له ۲۰۱۱م کال راهېسې ۳۰۰۰۰ کسان دغه زندان ته ليږدول شوي چې يوازې ۶۰۰۰ یې آزاد شوي او نور ټول یې لادرکه دي.
نړيوالو ټولنو په سوريه کې د عدالت او احتساب د ميکانیزم د رامنځته کولو غږ کړی دی.