روسیې په آرام سمندر کې خپلې بیړۍ تیارسۍ حالت ته راوستلي دي
۱۴۰۲ فروردین ۲۶, شنبهروسي رسنیو د اپریل میاشتې په ۱۴ نیټه رپوټ ورکړ چې د دغه هیواد دفاع وزیر سرګئې شویګو، د آرام سمندر جنګي بیړیو ته په بشپړ ډول د تیارسۍ او د پوځي مانورو ترسره کولو اجازه ورکړې ده. دغه جنګي بیړۍ د روسیې د سمندري ځواکونو مهمه برخه تشکیلوي.
د روسېې او چين جنګي جيټ الوتکو ګډې ګزمې کړي
شویګو ویلي دي چې دغه مانورې له آرام سمندر څخه د «دښمن د احتمالي حملې» د دفاع له پاره د وسله والو ځواکونو د توان زیاتولو په موخه ترسره کیږي.
د روسیې دفاع وزیر چې په آرام سمندر کې یې د خپل هیواد له جنګي بیړیو څخه د یوه نا اعلان شوي بررسۍ په ترڅ کې دا موضوع اعلان کړه وویل: «زمونږ د ځواکونو د امادګۍ سطحې لوړولو له پاره یو پوځي تمرین، د هغه دښمن په مقابل کې چې غواړي خپل ځواکونه زمونږ په سواحلو کې پیاده کړي، د سویلي کوریل په ټاپوګانو او ساخالین جزیره کې ترسره کیږي».
زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:
زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:
په آرام سمندر کې د روسیې تر ټولو ستره جنګي بیړۍ پر کروز توغندیو سمباله ده چې (Varyag) نومیږي. دغه جنګي بیړۍ دری کوچنۍ او ۶۰ نورې جنګي کښتۍ، ۲۰ ابوتلونه د هغو له ډلې څخه اټومي اوبتلونه، هوایي، توغندیز او د تدارکاتي واحدونو ځواکونه په اختیار کې لري.
د چین په سویلي سمندر کې د دغه هیواد او امریکا د قدرت نمایش
د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف هم دغه نا اعلان شوی نظارت، د تیارسۍ وضعیت اعلانول او همدارنګه د پوځي مانورو ترسره کول، د روسیې د وسله والو ځواکونو د جنګي وړتیا ساتلو له پاره د کافي امادګۍ یو عادي بهیر بللی دی.
د کرملین ویاند د شمالي آتلانتیک تړون ناټو د احتمالي سرحدونو د پراخوالي او له دغه نظامي تړون سره د جاپان د احتمالي اتحاد پورې، د دغو مانورو ارتباط درلودلو موضوع رد کړې ده.
له جاپان سره د روسیې پر اړیکو د مانورو احتمالي اغیز
کارپوهان په دې نظر دي چې دغه پوځي مانورې پر اوکراین د روسیې د برید په نتیجه کې د لویدیځ او روسیې ترمنځ د متشنجو اړیکو او همدارنګه د روسیې او جاپان ترمنځ د کوریل ټاپوګانو پر سر اختلافاتو په دلیل، له خپلو ګاونډیانو سره د کرملین اړیکې لاپسې متشنجې کړي.
د روسیې په ختیځ او جاپان په شمال کې د کوریل او ساخالین ټاپوګان د جاپان له هوکایدوی ایالت څخه په لږه فاصله او شخړیزه سمیه کې واقع دي.
په همدې دلیل کارپوهان وړاندوېنه کوي چې جاپان به د روسیې د تیارسي وضعیت او د آرام سمندر د بیړیو پوځي مانورې «تحریک کوونکي» وبولي.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و. ا