د سویلي کوریا ولسمشر یون ونیول شو
۱۴۰۳ دی ۲۶, چهارشنبهپه سویلي کوریا کې د لنډې مودې لپاره د مارشل لا د تطبیقولو په تور، ليرې شوی ولسمشر یون سُک یول نیول شوی دی. که دغه پخوانی څارنوال مجرم وپیژندل شي، نو د عمري بند یا حتی د اعدام د سزا سره مخ کېدلای شي.
د سویلي کوریا دغه استېضاح شوی ولسمشر يون سوک یول د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ ۱۵مه) ونيول شو. نوموړي د دسمبر په درېیمه د مارشل لا يا د پوځي واکمنۍ اعلان کړی و. د پلټونکو په وينا پر هغه اوس د بغاوت تور دی.
د دې اسیايي هېواد د فساد ضد ادارې تایید کړې چې یون څو ساعته وروسته له هغه نیول شوی، کله چې سلونه پلټونکي او پولیس د هغه د نیولو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسیدل.
وروسته د چهارشنبې په ورځ، پلټونکو وویل چې پخوانی ولسمشر به د پوښتنو لپاره په یواځې خونه کې وساتل شي. په وينا يې د هغه لپاره خونه یو څه آرامه شوې وه او د استراحت ځای هم ورته برابر شوی و.
ورته نورو ولولئ: جنوبي کوریا: د ولسمشر د نیول کیدو عملیات لغو شوي
د سویلي کوریا د څو لسیزو تر ټولو بد سیاسي بحران هغه مهال پیل شو، کله چې یون د مارشل لا د اعلان وروسته پارلمان ته د سرتیرو د استولو امر وکړ.
یون د خپلې نیول کیدنې وروسته څه وویل؟
یون چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د محافظه کاره پیپلز پاور ګوند د ټاکنیزې بریا مشري کوله، وویل چې هغه د "وینې توییدنې" د مخنیوي لپاره دغه ګام پورته کړ.
هغه زياته کړه: "کله مې چې ولیدل چې دوی نن د اور وژنې تجهیزاتو سره د امنیتي سیمې ماتولو هڅه وکړه، ما پریکړه وکړه چې د اداري فساد ضد پلټونکې ادارې (CIO) د غیر قانوني پلټنې سره همکاري وکړم، ترڅو د ناوړه وینې توییدنې مخه ونیسم."
له سیمې اړوند نور: جنوبي کوريا وايي په اوکراين کې د شمالي کوريا تر ۳۰۰۰ زياتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
خو داسې ښکاري چې یون د خپلې نیول کیدنې وروسته خبرو کولو ته چمتو نه و. د CIO یوه چارواکي خبریالانو ته وویل چې پخوانی ولسمشر "د خپل د چوپ پاتې کیدو حق استعمالوي" پداسې حال کې چې د دوی په توقیف کې دی.
یون د نیول کیدو وروسته لومړی ولسمشر دی چې په دې هېواد کې په دې ډول نیول کیږي. که د بغاوت په تور مجرم وپیژندل شي، هغه ته د عمري بند یا حتی د اعدام سزا ورکول کیدی شي.
یون وایي د قانون واکمني "له منځه تللې"
په یوه ویډیو پیغام کې چې د فساد ضد ادارې دفتر ته له تګ څخه مخکې ثبت شوې، یون پکښې په دغه هيواد کې د قانون د واکمني د "مکمل له منځه تلو" په اړه ویره څرګنده کړی دی. د یون مدافع وکیلانو د هغه د نیولو د امر پر مشروعیت باندې اعتراض کړی.
یون د څو اوونیو لپاره په خپل استوګنځای کې پټ پاتې و او د ولسمشرۍ د امنیتي خدماتو غړو له هغه څخه ساتنه کوله. د جنورۍ په درېیمه د لومړۍ هڅې ناکامۍ وروسته، چارواکي د چهارشنبې په ورځ د هغه د نیولو په هڅه کې بيا د یون د ساتونکو له مخالفت سره مخ شول.
ورته نور ولولئ: محکمې د جنوبي کوریا د ولسمشر د نيولو امر صادر کړ
سیمه ییزې رسنۍ ښیي چې سلونه پولیس افسران د هغه د استوګنځای ته پورته شول. دوی هڅه کوله چې د دسمبر د مارشل لا د اعلان سره مربوط د يون د نیولو امر پلی کړي.
د دولتونو ترمنځ نښتې کړکېچ ته لاره هواره کړه
د جنوبي کوريا سرپرست ولسمشر چوی سانګ موک د يوې اعلامیې په خپرولو سره وویل: "د ولسمشر د نیولو د امر اجرا پیل شوې ده." په اعلاميه کې زياته شوې: "دا وضعيت په جنوبي کوريا کې د نظم او قانون د ساتنې لپاره یوه حساسه شېبه ده."
شاوخوا ۶۵۰۰ د یون پلویان د هغه د رسمي استوګنځي مخې ته راټول شوي وو. د واکمن ګوند يو شمېر وکيلانو د یون د نیولو د مخنیوي لپاره د بشري زنځیر جوړولو هڅه وکړه. د ولسمشر ساتونکو چې ويل یې ول دنده یې د ولسمشر ساتنه ده، د روانې میاشتې په سر کې یې د هغه د نیولو مخه نیولې وه.
له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: