1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيشمالي کوریا

«شمالي کوريا د ختيځ سمندر پر لور آزمايښتي توغندي توغولي»

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۳ دی ۲۵, سه‌شنبه

د جنوبي کوريا پوځ ويلي دي چې شمالي کوريا څو آزمايښتي توغندي د جاپان سمندر پر لور توغولي دي. شمالي کوريا دوې اونۍ تر مخه هم يو باليستیک توغندی آزمویلی و.

https://p.dw.com/p/4p8Rx
د شمالي کوريا د لنډ واټن توغندي
شمالي کوريا دوې اونۍ تر مخه هم يو باليستیک توغندی آزمویلی و. انځور: Kim Jae-Hwan/SOPA/picture alliance

د جنوبي کوريا پوځ ويلي دي چې شمالي کوريا د سې شنبې په ورځ د لنډ واټن څو باليستيک توغندي د ختیځ سمندر پر لور توغولي دي.

د جنوبي کوريا د پوځ يوه مشر وويل چې دا توغندي د شمالي ټاپو څخه فیر شوي او په ختيځ سمندر کې چې د جاپان سمندر په نامه هم يادیږي، له لګيدو د مخه یې کابو ۲۵۰ کيلومتره واټن وهلی دی. دغه سمندر د کوريا ټاپو وزمې او جاپان ترمنځ پروت دی.

اړونده موضوع: شمالي کوريا يو بل بالستیک توغندی آزمويلی

«څرګنده پارونه»

د جنوبي کوريا د پوځ مشر وويل: «موږ د توغندو توغول چې څرګنده پارونه ده، غندو چې د کوريا ټاپو وزمه امن او ثبات په جدي توګه ګواښي.« جنوبي کوريا وويل چې له خپلو متحدينو امريکا متحده ایالاتو او جاپان سره یې معلومات شريک کړي دي.

د جنوبي کوريا سرپرست ولسمشر چوی سانګ – موک، وويل چې په سيول کې حکومت به دې پارونې ته په کلکه ځواب ووايي او زياته یې کړه چې د توغنديو دا تازه آزموينه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له پريکړه ليکونو څخه سرغړونه ده.

شمالي کوريا په داسې حال کې دا توغندي توغولي چې دوې اونۍ تر مخه یې يو نوی هایپر سونک يا له غږ چټک میزايل سیسټم آزمويلی و. دغه سيسټم په پاسيفيک سمندر کې د لېرې پرتو هدفونو له پاره طرحه شوی دی.

له متحده ایالاتو سره د شمالي کوريا سيالي

د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون، غواړي چې د سیالو هېوادونو جنوبي کوريا او متحده ایالاتو سره د مقابلې له پاره ځان په اتومي وسلو سمبال کړي.

په نوامبر میاشت کې جنوبي کوريا خپل د جامدو سوند توکو قاره يي باليستیک توغندی (آی سي بي ام) ازمويلی و.

دا انګیرنه هم کیږي چې د شمالي کوريا حکومت له مسکو سره د اوکراين د اشغال په ترڅ کې مرسته کوي.

کیم، له جنوبي کوريا او جاپان سره د بايدن، پر پوځي ائتلاف «د تیري له پاره د يوه اتومي پوځي بلاک» په توګه نیوکې کړي دي.

کيم جونګ اون، د ولسمشرۍ دفتر ته د ترمپ د بیا ستېندو په اړه چې ده ورسره د امريکا د ولسمشر په توګه په تېره دوره کې درې وارې کتلي ول، څه ونه ويل.

خو کارپوهان وايي داسې نه بريښي چې دواړه لوري به ژر ديپلوماسۍ ته مخه کړي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب