جنوبي افریقا: د مړه شوو کان کېندونکو شمېر ۶۰ ته لوړ شوی
۱۴۰۳ دی ۲۶, چهارشنبهپولیسو د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۱۵مه) وویل چې په تېرو دوو ورځو کې د ۶۰ غیرقانوني کان کېندونکو مړي راوښکل شوي دي.
د سرو زرو دغه کان د جنوبي افریقا په ستیلفونتاين ښارګوټې کې موقعیت لري.
ورته نور ولولئ: سمنګان: په کان کې بند پاتې کان کېندونکي ژغورل شوي دي
پولیسو په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې «د عملیاتو په دوهمه ورځ په مجموع کې ۱۰۶ تنه غیرقانوني کان کېندونکي وژغورل او د غیرقانوني کار له کبله ېې توقیف شوي دي. د ۵۱ تنو نورو مړينه تائید شوې ده. تر دې وړاندې د عملیاتو په لومړۍ ورځ د ۹ کسانو مړي راوښکل شوي ول.
پولیسو تېره ورځ هم ویلي وو چې ټول ژغورل کسان به د غیرقانوني کان کېندنې او مهاجرت له تورونو سره مخامخ شي.
ورته نور ولولئ: بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې پر کان کېندونکو حمله کې خپله ښکیلتیا رد کړه
رپوټونه وايي چې ژغورونکي له دوو ورځو راهیسې د پېښې ځای کې د نجات عملیات پر مخ وړي.
د جنوبي افریقا پولیسو د غیرقانوني کان کېندنې د مخنيوي په موخه په تېر اګست کې دغه کان محاصره او پر کان کېندونکو یې اوبه او غذایي مواد بند کړ تر څو هغوی له دغه غیرقانوني کار څخه لاس په سر شي.
ورته نور ولولئ: بلوچستان: وسلوال برید کې لږ تر لږه ۲۰ کان کیندونکي وژل شوي
ستیلفونتاين ښار ګوټۍ چې دغه پېښه پکې رامنځ ته شوې، د جنوبي افریقا د تر ټولو لوي او ډېر نفوس لرونکي ښار جوهانسبورګ چې د طلايي ښار په نوم هم ياديږي، جنوب غرب لور ته په شاوخوا ۱۵۰ کیلومترۍ کې پروت دی.
له آرشيف څخه: