1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سمنګان: په کان کې بند پاتې کان کېندونکي ژغورل شوي دي

بريښنا صابر | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۳ آذر ۲۶, دوشنبه

د يوه ولايتي چارواکي په حواله ژغورونکو په سمنګان ولايت کې د سکرو د يوه کان تر نړيدو وروسته بند پاتې ۲۲ کسان ژغورلي دي. زياته شوې چې په دغو کان کېندونکو کې څوک په جدي توګه ټپي شوی نه دی.

https://p.dw.com/p/4oBFQ
د ډبرو سکرو کان
د افغانستان د کان کېندنې صنعت کې که څارنه کيږي او له دې کبله یې نړيدل او خونړۍ پېښې ډېرې عامې دي.انځور: Farshad Usyan/AFP

د طالبانو د سمنګان د والي وياند عصمت مرادي، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي هغه ټول کان کېندونکي چې د دغه ولايت په دره صوف پايان ولسوالۍ کې د شنبې په شپې د يوه کان د نړيدو له کبله بند پاتې ول، ژغورل شوي دي.

نوموړي د ژغورل شويو کسانو شمیر ۲۲ تنه ياد کړی دی او ويلي يې دي چې يو کان کېندونکی هم په جدي توګه نه دی ټپی شوی. تر دې مخکې دغه وياند د بندو شويو کسانو شمير ۳۲ تنه ياد کړی وو او ويلي یې ول چې د مړو او ژونديو پاتو شويو په اړه هیڅ معلومات نه لري.

ژغورونکو له يکشنبې سهار وختي راهېسې د ميخانيکي کيندونکو په مرسته هڅه کوله معدن ته يوه لاره پرانيزي چې  د یکشنبې ورځې تر ماښام وروسته په دې کار بريالي شول.

مرادي، وويل: «۲۲ کسان بند پاتې ول او ټول ژغورل شوي دي.» نوموړي زياته کړه: «له دوی څخه د ځينو روغتيايي حالت ښه نه وو خو لومړي روغتيايي خدمات یې ترلاسه کړل او اوس ښه دي.»

د افغانستان د کان کېندنې صنعت کې که څارنه کيږي او له دې کبله یې نړيدل او خونړۍ پېښې ډېرې عامې دي.

په افغانستان کې د ډبرو سکرو ترڅنګ، د مرمر ډبرو، معدني موادو، سرو زرو او قيمتي ډبرو کانونو هم موجود دي خو کار کوونکي په ابتدايي توګه په ډېرو کمو او نامناسبو وسایلو کېندل شويو کانونو کې پرته له حفاظتي تدابیرو کار کوي.

د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ مياشت کې هم لږ تر لږه ۱۰ کان کېندونکي هغه وخت ووژل شول کله چې په بغلان ولایت کې د ډبرو سکرو يو کان نړېدلی وو.

د ۲۰۲۰م کال په جون مياشت کې د سمنګان د يوه کان په يوه غار کې د ګازو چاودنې د ۷ کان کېندونکو ژوند اخيستی وو.

همدا شان کابو يو کال تر مخه د بدخشان ولايت د سرو زرو يوه کان نړېدو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی وو. په همدغه ولايت کې د تېر کال په جنورۍ میاشت کې هم د سرو زرو يو کان نړیدلی وو چې د تلفاتو شمير یې څرګند شوی نه وو.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب