1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پي آی اې: ډېر ژر به اروپا ته پروازونه له سره پیل شي

محمد کریم صالح | د رويټرز خبري آژانس له موادو
۱۴۰۳ آذر ۱۱, یکشنبه

د پاکستان هوايي شرکت (PIA) د یکشنبې په ورځ وويل چې تمه لري ډېر ژر به د بريتانیا څو ښارونو ته خپل پروازونه له سره پيل کړي. اروپايي اتحاديې د ۲۰۲۰ کال کې د ځینو ملاحظاتو په دلیل په سیمه کې د پي آی اې د فعالیت جواز وځنډاوه.

https://p.dw.com/p/4ncN0
آرشیف - پاکستان د هوايي شرکت پي آی اې یوه الوتکه د پاکستان په سکردو هوايي ډګر کې
آرشیف - پاکستان هوايي شرکت (پي آی اې) یکشنبه د دسمبر لومړۍ وويل چې ډېر ژر به ېې بریتانیا ته پروازونه له سره پیل شيانځور: Emeric Fohlen/NurPhoto/picture alliance

د اروپايي اتحادیې د هوايي چلند د خونديتوب ادارې (EASA) د ۲۰۲۰م کال په جون میاشت په اروپايي اتحادیه کې د پاکستان د هوايي شرکت د فعالیت جواز په تعلیق حالت کې راوست. یادې ادارې دغه اقدام په دې دلیل وکړ چې د ملکي هوايي چلند د نړيوالو معیارونو مطابق ډاډمنتیا په تړاو ېې د پاکستاني چارواکو او د دغه هېواد د ملکي هوايي چلند ادارې پر وړتیاو اندېښنې درلودې.

اروپايي اتحاديې او بریتانیا وروسته له هغې په دغه سیمه کې د پاکستان د هوايي شرکت فعالیت په تعلیق حالت کې راوست چې د دغه شرکت د یوې الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ۹۷ سپرلي ووژل شوې او بیا پاکستان د پيلوټانو د اسنادو څېړنې پیل کړې.

د پاکستان د هوايي شرکت ویاند، عبدالله حفیظ خان، رويټرز ته وویل چې دغه شرکت تمه لري چې په راتلونکو درو تر څلورو اونیو کې اروپا ته خپل پروازونه له پاریسه پیل کړي.

خان زیاته کړه، کله چې بریتانیا ته د پي آی اې پروازونو موضوع تائيد شي، نو لندن، مانچستر او بیرمینګهام به د دغه شرکت له پاره تر ټولو مهم د پرواز اهداف دي.

د پاکستان حکومت او پي آی اې چې د دغه شرکت ۶۰ سلنه فروش په لټه کې دي، د اروپايي اتحادیې د هوايي چلند د خونديتوب له ادارې (EASA) غوښتي چې پر دغه شرکت لګېدلی بندیز لري کړې حتی که په موقتی توګه هم وي. دغه بندیز د پاکستان هوايي شرکت ته په کال کې ۴۰ ملیارډه پاکستانۍ کلداري (۱۴۴ ملیونه امریکايي) زیان اړولی.

(Reuters)mks/aa/

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل