د زمري تېښته، پولیسو په برلین کې ښاریانو ته خبرداری ورکړی
۱۴۰۲ تیر ۲۹, پنجشنبهپه دغه ایالت کې هیڅ یوه سرکس یا ژوبڼ د زمري د ورکیدو راپور نه دی ورکړی.
د جرمني پولیس وايي ښايي یو وحشي زمرۍ له خپل شاوخوا سیمې څخه تښتېدلی وي او د برلین په جنوبي څنډه کې د حرکت په حال کي وي.
اړوند مطالب:د خطر سره مخامخ حیواناتو او نباتاتو حفاظتي بسته
د براندنبرګ ایالت پولیسو د کلینماخنو، ټیلټو او سټینسډورف اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی دی چې خپل کورونه پریږدي او په کور کې څاروي وساتي.
د دویچه ویله فیس بوک پاڼه همدلته درسره تعقیب کړئ
د عیني شاهدانو له خوا ثبت سوي ویډیوګانو له مخې، تښتیدلي زمرۍ د سړک په اوږدو کې په ځنګل کې د ځنګلي خوګ ښکار کاوه.
تر اوسه هیڅ ژوبڼ یا سرکس د دې اعلان نه دی کړی چې د دوی زمری يا زمرۍ ورک دي.
د آلمان د پولیسو ویاند ډینیل کیپ ار بی بی ته وویل: «د نیمې شپې په شاوخوا کې موږ یو پیغام ترلاسه کړ چې زموږ څخه هیچا هم تصور نه کاوه. دوه لارویان یې شاهدان وه چې یو حیوان د بل حیوان په شا پسې روان و.»
هغه زیاته کړه: «په ښکاره ډول یو یې وحشي خنځير او بل یې زمرۍ وه.»
پولیس د چهارشنبې له نیمې شپې راهیسې له خپلو زیاتو ځواکونو سره د تښتېدلي زمرۍ په لټه کې دي، خو تر اوسه یې عملیات نه دي بریالي سوي.
اړوند مطالب:افغانستان کې د کومو حیواناتو پر ښکار بندیز وضع شوی؟
د راپورونو له مخې، د پولیسو دوې چورلکې د تودوخې عکس اخیستونکي کیمرې سره په دې سیمه کې لټون کوي. پولیس باور لري چې زمری دا مهال په یوه کوچنۍ ځنګلي سیمه کې دی او ویده دی.