د خطر سره مخامخ حیواناتو او نباتاتو حفاظتي بسته
۱۴۰۱ آذر ۶, یکشنبهاعلان
۱۸۴ هیوادونو په پاناما کي د خطر سره د مخامخ حیواناتو او نباتاتو تر دوه هفته اي بین المللي کنفرانس وروسته د هغوی د ساتني یوه لویه حفاظتې بسته تصویب کړه. خصوصآ د نهنگانو او اوږدو پلنو غضروفي ماهيانو تجارت به سخت کنټرول سي، د کومو چي غوښه یې په ځینو ځایونو کي خوندور خاص خواړه بلل کيږي.
ددې تر څنگ به ډیري خزندې (لکه شرموښکی،چونگښه، سمساره اونور) او همدارنگه د ونو حاره اي ډولونه ښه وساتل سي.