1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسویډن

د نوبل د سولي جايزه د جاپان د اټومي وسلو ضد ډلي ګټلې ده

۱۴۰۳ مهر ۲۰, جمعه

د ۲۰۲۴م کال د نوبل د سولې جایزه د نیهون هیدانکیو په نوم د اتومي وسلو ضد جاپانۍ ډلې ګټلې ده. نیهون هیدانکیو ته دغه جایزه، له اتومي وسلو د یوې آزادې نړۍ په موخه د دغې ډلې د هڅو په خاطر ورکړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4lgWx
د نوبل د سولې جایزه
د ۲۰۲۴م کال د نوبل د سولې جایزه د جاپان د اتومي وسلو پر ضد د مبارزې یو سازمان، نیهو هدانکیو، ته ورکړل شوهانځور: Christoph Hardt/Panama Pictures/picture alliance

د جاپان د اتومي وسلو ضد سازمان، نیهو هيدانکیو، د هیروشيميا او ناګاساکي د اټومي بم پېښې څخه د ژوندي پاتو کسانو څخه متشکل یو ولسي خوځښت دی. دغه سازمان چې په هېباکوشا هم پېژندل کيږي، د ۲۰۲۴م کال د نوبل سولې جایزه ګټلې ده.

د هېباکوشا نوم د هغو پاخه عمر کسانو ته کارول کیږي چې د اټومي بمونو له دوو چاودنو ژوندي پاته دي. د دوی سازمان، نيهو هيدانکيو، د اټومي وسلو د استفادې د ممنوعیت له پاره مبارزه کوي او هڅه کوي چې دغه مبارزه ېې په ځوانو نسلونو کې هم ادامه ومومي.  

د نوبل جایزې کمېټې څه وويل

د نوبل د سولي کمېټې مشر، یورګين واټنه فريدنیس، وويل چې دغه جایزه په داسې وخت کې ورکړل شوې چې «د اټومي وسلو د کارولو د ممانعت موضوع تر فشار لاندې ده.»

فريدنیس زیاته کړه چې نیهو هيدانکیو ته دغه جایزه «له اتومي وسلو د یوې آزادې نړۍ له پاره د دوی د هڅو او د اثبات له پاره ېې ځان د شهادت په توګه ښودلو سره، چې بیا هيڅکله اټومي وسلې ونه کارول شي» ورکول کیږي.

 توشیوکي میماکي د جایزې د ترلاسه کولو وروسته خبري کنفرانس کې
د جاپان له اټومي چاودنو ژوندی پاتې شخص او د نیهو هيدانکیو ډلې شريک مشر، توشیوکي میماکي د جایزې د ترلاسه کولو وروسته په خبري کنفرانس کېانځور: KYODO/REUTERS

فریدنیس خبريالانو ته وويل: «سږنۍ جایزه یوه داسې جایزه ده چې د دغه اټومي ممانعت د حفظ پر ضرورت تمرکز کوي. موږ ټول مسئولیت لرو، په ځانګړې توګه اتومي قدرتونه.»

هغه زیاته کړه د نوبل کمېټه «هيله لري چې له [اټومي چاودنو] ټول ژوندي پاتې کسان، د فزيکي کړاو او له درد ډکو خاطرو باوجود... دا ولمانځي.»

د نوبل کميټې د جایزې د اعلانولو پر مهال، اټومي وسلو سره په تړاو له مخ پر زياتېدونکو اندېښنو خبرداری ورکړ څرنګه چې «داسې ښکاري چې اوس نوي هېوادونه اټومي وسلو ته د لاسرسي له پاره اماده شوي دي.»

د سږکال د نوبل د سولې جایزې له پاره په مجموع کې ۲۸۶ نوماندان موجود ول چې په هغو کې ۱۹۷ افراد او ۸۹ سازمانونه شامل ول.

د سولې د نوبل جایزه د ناروې په اوسلو کې اعلان شوه او دا د نوبل یوازينۍ جایزه ده چې په ستاکهلم کې نه اعلانیږي.

سږني جایزه په داسې یو وخت کې اعلانيږي چې په ځانګړې توګه په منځني ختيځ، اوکراین او سوډان کې خونړۍ او ورانوونکې جګړې روانې دي.

تېرکال د نوبل د سولې جایزه د ایران د ښځو د حقونو فعالې نرګس محمدي ته ورکړل شوه.

له آرشیف څخه - د ۲۰۱۰ تر ۲۰۲۰ د نوبل د سولې جایزې ګټونکي:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب