نوحيلا بنزينا په نړيوال جام کې لومړنۍ حجاب لرونکې فوټبالره
۱۴۰۲ مرداد ۸, یکشنبهد فیفا په نوم د فوټبال نړيوالې ادارې پر ښځينه فوټبالرانو باندې د حجاب په سر بنديز تقريبا لس کاله پخوا لېرې کړ. ترمخه د خونديتوب په اړه اندېښنې موجودې وې. ۲۵ کلنه د دفاعي برخې لوبغاړې بنزينا په مراکش کې لوبيږي.
هغه اوس د آستراليا په آډليد کې د سويلي کوريا په وړاندې په سيالۍ کې تاريخ جوړ کړ. بنزينا په ټولنيزو رسنيو کې د حجاب د اغوستلو په هکله ليکنې شريکې کړې، خو د آستراليا او نوي زيلنډ رسنيو ته يې په دې هکله څه ونه ويل.
دغه مطلب هم ولولئ: نیمه فاینل ته د مراکش تر ورداخلیدو وروسته خوشالۍ
په دې وروستيو کې نوموړې د الجزيره رسنۍ ته ويلي ول چې دا د وياړ يوه شېبه ده. د هغې په خبره »د ډېرو کلونو په اوږدو کې ډېر کار وشو او د خدای په فضل نتيجه يې مثبته وه.« بنزينا زياته کړه چې »موږ هيله لرو چې په لوړه کچه ولوبيږو او مراکش ته وياړ وبخښو.«
په دې وروستيو کلونو کې د نورو سپورټونو په برخه کې هم پر حجاب بنديزونه رفع شول لکه په باسکټبال کې، خو په فرانسه کې د فوټبال په لوبو کې دغه بنديز تر اوسه پورې جاري دی. د نوحيلا بنزينا لوبډله چې روزونکی يې فرانسوی رينالد پېدروس نوميږي، اوس په لومړي ځل د ښځو په نړيوال جام کې ګډون کوي. په لومړۍ لوبه کې دوی د آلمان په وړاندې شپږ په صفر لوبه وبايلله چې بنزينا په دغه لوبه کې په فعال ډول ګډون نه و کړی.
آ./ن.ص./ا.ا.