1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجاپان

د مينانو وژونکې جاپانۍ په زندان کې مړه وموندل شوه

احمد ولي اڅکزی | فرانس پرس
۱۴۰۳ دی ۷, جمعه

هغه جاپانۍ مېرمنه چې خپل زاړه مينان به يې په زهرو وژله، د ۷۸ کلونو په عمر د بند په مرکز کې مړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/4od3i
و کاکېهي ته د سزا اورونکې محکمه
د ۲۰۱۷ کال په نوامبره کې هغه محکمه چې کاکېهي ته يې د اعدام سزا واورولهانځور: Imago/Kyodo News

چیساکو کاکهي د جاپان هغه مېرمنه وه چې ورته د «تورې کونډې» خطاب کېدی. توره کونډه د غڼو يو نوع دی چې پکښې ښځه غڼه له نر غڼي سره تر يوځای کېدو وروسته هغه وژني او خوري يې. نوموړې جاپانۍ ته ځکه دا خطاب کېده، ولې چې هغه خپل زاړه مينان په زهرو وژل.

چیساکو کاکهي، ته په جاپان کې د مرګ سزا اورول شوې وه. هغه د درو کسانو په وژلو، چې یو یې خاوند هم و او د بل سړي د وژنې په هڅه تورنه وه. دا هغه پېښه وه چې د جاپان د خلکو پام یې ځان ته اړولی و.

د عدلیې وزارت یو چارواکي فرانس پرس خبري آژانس ته وویل: «د پنجشنبې په ورځ په روغتون کې د هغې مړینه تائید شوه» وروسته له دې چې هغه د اوساکا د بند په مرکز کې په خپله کوټه کې پرته وموندل شوه.

هغه زیاته کړه چې د مړینې علت لا معلم نه دی. د جاپاني رسنیو راپورونه ښيي چې دا ښایي د یوې نامعلومې ناروغۍ له امله وي. 

د کاکهي د مرګ سزا په ۲۰۲۱ کې تائید شوه. د سترې محکمې قاضي، یوکو میازاکي وویل چې هغې «نارينه باوري کړي ول و چې ګويا د ژوند ملګرې یې دی او بیا یې پرې ساینايډ (يو ډول زهرجن مواد) کارولی و.»

میازاکي زیاته کړه: «دا یو محاسبه شوی او ظالمانه جرم دی چې د قتل د قوي نیت پر بنسټ ولاړ دی.» 
جاپان کې له ۹۵زرو ډېر له سل کلو اوښتي افراد؛ اکثریت ېې ښځې دي

رپورټونه وایي چې کاکهي په لسو کلونو کې د بیمې د تاوانونو او میراثونو له لارې یو میلیارد ین (هغه مهال ۹ میلیونه ډالر) ترلاسه کړي وو، خو وروسته یې ډیری پیسې په ناکامو مالي سوداګریو کې له لاسه ورکړې.

هغه عموماً د زړو یا ناروغو نارينه وو سره اړیکې جوړولې او ځینې یې د اړیکو د ادارو له لارې پېژندلي ول. ویل کېږي چې هغې د احتمالي ملګرو لپاره دا شرط ایښی و چې بډایه او بې اولاده وي.

له هغې سره په اړيکو کې کسانو څخه لږ تر لږه د دوو کسانو په بدن کې زهر موندل شوي وو او پولیسو د کیوټو په کور کې د ساینايډ نښې موندلې وې.

د هغې د ژوند د شریکانو مړینې سمدستي نه وې څېړل شوې، ځکه چې پولیسو په لومړي سر کې دا ومنله چې هغوی د ناروغیو له امله مړه شوي دي او پر ډیرو باندې هیڅ څېړنه نه وه شوې.

دغه مېرمنه یوازې هغه وخت ونیول شوه کله چې پولیسو وموندله چې د هغې وروستی خاوند، ۷۵ کلن ایساؤ کاکهي، د ساینايډ د زهرو له امله مړ شوی دی. وروسته پولیسو د پخوانیو پېښو څېړنه پیل کړه او یوه نمونه یې وموندله.

 

Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.