1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهجاپان

د جاپان نړیوال ریکارډ؛ له ۹۵ زرو ډیر کسان له ۱۰۰ کلنۍ اوښتي

۱۴۰۳ شهریور ۲۷, سه‌شنبه

جاپان د تر ټولو ډېر شمېر سل کلنو یا له سلو د زیات عمر لرونکو افرادو د لرلو ريکارډ په خپل نامه کړ. د حکومت د تازه خپرو شوو شمیرو له مخې د دغو افرادو شمېر له ۹۵زرو ډېر دی چې له دې ډلې ۹۰ سلنه ېې ښځې دي.

https://p.dw.com/p/4khUE
 جاپان دغه راز وايي چې د داسې افرادو ريکارډ هم لري چې عمرونه ېې له ۶۵ کلنو اوښتي دي
آرشیف - جاپان سه شنبه د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر ۱۷مه وويل چې ۹۵۱۱۹ داسې افراد لري چې سل کاله عمر ېې بشپړ کړی چې په هغو کې اکثریت ېې ښځې ديانځور: Morio Taga/Jiji Press/dpa/picture alliance

د جاپان د روغتيا وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د روان میلادي کال د سپتمبر له لومړۍ، جاپان کې ۹۵ زره او ۱۱۹ کسان داسې ثبت شوي چې عمرونه یې سل کلونو ته رسیدلي دي. په اعلاميه کې چې د سه شنبې په ورځ د سپتمبر ۱۷مه خپره شوې راغلي چې په دغه شمېر کسانو کې ۸۳۹۵۸ تنه ېې ښځې او ۱۱۱۶۱ تنه نور ېې بیا نارينه دي. زیاته شوې چې د سل کلونو یا له سلو د ډېر عمر لرونکو افرادو شمېر په کال کې تر ۲۹۸۰ پورې زیات شوی دی.

د جاپان حکومت تر دې یوه ورځ مخکې په جلا رپوټ کې وویل چې د هغو افرادو چې عمرونه ېې له ۶۵ کلونو اوښتې هم د لوړ شمېر ريکارډ ېې جوړ کړی دی. حکومت د دغو افرادو شمېر ۳۶ اعشاریه ۲۵ میلیونه ښودلی چې د جاپان د ټول نفوس ۲۹ اعشاریه ۳ سلنه برخه جوړوي.

د جاپان د کورنیو چارو او ارتباطاتو وزارت ويلي دي چې دغه تناسب جاپان د نړۍ د ۲۰۰ هېوادونو او هغو سيمو په ډله کې چې له یو لک زیات نفوس لري، په سر کې راوستلی دی. 

له دې نه علاوه، د نړۍ د نن ورځې د تر ټولو زیات عمر درلودونکي انسان هم د جاپان دی. د جیرونتولوژي څېړنېزې ډلې په حواله ۱۱۶ کلنه جاپانۍ توميکو ایتوکا د ۱۹۰۸م کال د مې میاشتې په ۲۳مه زېږېدلې ده. دغه ډله چې مرکز ېې په امریکا متحده ایالاتو کې دی، د زړو افرادو په برخه کې فعالیت کوي.

مېرمن ماریا برانیاس چې د ۲۰۲۴م کال په مارچ کې ۱۱۷ کلنه شوه - هغه تېره میاشت په هسپانیا کې مړه شوه
تر ایتوکا مخکې د نړۍ تر ټولو د زوړ انسان ريکاډ مېرمن ماریا برانیاس درلود چې تېره میاشت په هسپانیا کې د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوهانځور: Wikipedia/Familienarchiv Branyas Morera

تر ایتوکا مخکې د نړۍ تر ټولو د زوړ انسان ريکاډ مېرمن ماریا برانیاس درلود چې تېره میاشت په هسپانیا کې د ۱۱۷ کلونو په عمر مړه شوه.

د جاپان د کورنیو چارو او ارتباطاتو وزارت ويلي چې مېرمن ایتوکا دا وخت د جاپان په لويديځ ایالت هیوګو کې د زړو افرادو په یوه کور کې ژوند کوي.

دغه وزارت وايي چې مېرمن ایتوکا اغلب د زړو افرادو د هستوګنځای کارمندانو ته د «مننې» لفظ کاروي او له خپل اصلي ټاټوبي د لرېتوب احساس بیانوي.

د جاپان تر ټولو د ډېر عمر نارينه کیوتاکا میزینو دی چې ۱۱۰ کاله عمر لري. هغه ځايي رسنۍ ته د خپل زیات عمر د راز په هکله ويلي دي: «زه په ټوله کې د خپل اوږده عمر د راز په هکله کومه نظریه نه لرم.«

د میزینو په هکله ويل شوي چې هغه د جاپان مرکز ایواتا کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي. د هغه په هکله ويل شوي چې هر سهار شپږنیمي بجې له خوبه پاڅيږي او خپله درې وخته خواړه پرته له کومې ملاحظې، خوري.

(AFP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل