1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

د ایران د بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد ته تللی

۱۴۰۳ آبان ۱۵, سه‌شنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزير عباس عراقچي، د سه شنبې په ورځ اسلام آباد ته ورسېد. چارواکي وايي هغه به په دغه دوه ورځني سفر کې له پاکستان سره د منځني ختیځ پر کړکیچ سربیره پر یو لړ موضوعاتو او دوه اړخيزو اړیکو بحثونه وکړي.

https://p.dw.com/p/4mbv0
د ايران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي
د ایران د بهرنیو چارو وزير عباس عراقچي د یو دوه ورځني سفر په موخه د نومبر په پنځمه اسلام آباد ته تللیانځور: Vahid Salemi/AP/picture alliance

د اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، د عباس عراقچي الوتکه تیره شپه اسلام آباد ته څیرمه په یوه هوايي ډګر کې کېناسته او پاکستاني چارواکو یې هرکلی وکړ.

پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزير دغه سفر په داسې وخت کيږي چې د ایران او اسرائيل تر منځ کړکېچ زور اخیستی.

ایراني چارواکي، مخ په ډېرېدونکي توګه ګواښ کوي چې پر ایران د اسرائيل د اکتوبر ۲۶مې حملې غچ به اخلي. اسرائيل په دغه حمله کې د ایران پوځي تاسیسات او نور ځایونه په نخښه کړل چې لږ تر لږه ۵ کسان پکې ووژل شول. اسرائيل وايي پر ایران برید یې پر اسرائيل د تهران د توغندیزې حملې په ځواب کې کړی.

پاکستان هغه مهال پر ایران د اسرائيل حمله وغندله.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي چې دغه سفر همدارنګه «د پاکستان او ایران تر منځ د سوداګرۍ، انرژۍ او امنیت په ګډون په مختلفو برخو کې د لا پرمختګ او خبرو اترو له پاره یو مهم فرصت برابروي.»

(AP)mks/nz